Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: ایران دې د افغان بندیانو د لېږد بهیر ژر پیل کړي

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د سترې محکمې قضایي پلاوي ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږد بهیر ته بشپړ چمتووالی لري او له هغه هېواده یې غوښتي چې د زندانیانو د هویت له تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل کړي.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت سترې محکمې قضایي پلاوي تهران ته د خپل سفر په دوام تېره ورځ د دغه هېواد د عدلیې له وزیر امین حسین رحیمي، د دغه وزارت د نړۍوالو چارو له مرستیال عسکر جلالیان، د بهرنیو چارو وزارت او نړۍوالو پولیسو له استازو سره ولیدل.

د سترې محکمې اداري مرستیال شيخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو لوړرتبه قضایي پلاوی د تېرې مرغومې میاشتې په ۲۸مه له ایراني مسوولینو سره د لیدنې په موخه تهران ته ولاړ.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدلي او قضایي همکاریو د ټینګښت، په ایران کې پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو د بیا غور، د اعدام پروسې د بدیلو چارو او د ایران په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو بندېدو د حل لارو چارو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د خبرپاڼې په حواله، د سترې محکمې اداري مرستیال ویلي، افغانستان او ایران دوه مسلمان او ګاونډي هېوادونه دي چې په بېلابېلو برخو لکه دیني، کلتوري، ژبني او… برخو کې ګډ مشترکات لري، پر همدغه بنسټ دواړه هېوادونه باید په قضایي او عدلي برخو کې له یو بل سره همکاري ولري.

خبرپاڼه کې راغلي، حقاني افغانستان ته له ایرانه د زندانیانو د انتقال برخې ته په اشاره وویل: «موږ خپل هېواد ته د افغان زندانیانو د انتقال بهیر ته بشپړ چمتووالی لرو او غوښتنه مو دا ده چې د زندانیانو د هویت تر تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل شي.»

خو سرچینې نه دي ویلي چې په ایران کې څومره افغانان بندیان دي او څومره یې پر اعدام محکوم شوي دي.

د سترې محکمې د قضایي پلاوي مشر له ایرانه د مجرمینو د استرداد په اړه زیاته کړې: «ځیني وخت یو شمېر افغان مجرمین په هېواد کې د جرم له ترسره کولو وروسته ایران ته راځي، پر دې اساس له ایراني اړوند مسوولینو غوښتنه لرو چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوند ادارو له لارې د رسمي غوښتنې په صورت کې د دوی د استرداد برخه کې بشپړه همکاري وکړي.»

حقاني په دې لیدنه کې له افغانستان سره په ایران کې پر اعدام د محکومو زندانیانو د لېست شریکولو، د افغانستان او ایران د انټرپول پولیسو ترمنځ د همکاریو پر ډېرېدو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ایران د عدلیې وزیر او د عدلیې وزارت د نړۍوالو چارو مرستیال افغان پلاوي ته له هرکلي ویلو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ په قضایي او عدلي برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.