Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان الینګار ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله دوې ماشومانې مړې شوې

مهترلام (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي، تېره شپه الینګار ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله دوې ماشومانې مړې شوې دي.

د لغمان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته د الینګار ولسوالۍ د نورلام صاحب درې اړوند پریاني کلي کې د عزیزالله په نوم د یوه کس په کور کې اور لګېدلی چې له امله یې د هغه دوه کوچنۍ لورګانې مړې شوې دي.

هغه وویل، پېښه د خوب خونې د ګرمولو په موخه په یوه خاورین لوښي کې د اور د ډېرېدو له امله رامنځته شوې او زیاتوي چې مړې شوې نجونې یوه درې کلنه او بله یې شپږ کلنه وه.

د نوموړي په خبره، له یادې کورنۍ سره یې د یوه اندازه خوراکي توکو مرسته کړې خو غوښتنه کوي چې نورې مرستندویه ادارې یې هم باید لاس‌نیوی وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.