شبرغان (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د جوزجان د کرنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې کرنیزې پروژې په پیلېدو سره ۹۳۰ کروندګرو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوه.
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندیش وايي چې دغه پروژه د «اکشناېډ» مؤسسې په همکارۍ د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې پلې کېږي.
هغه زیاته کړه: «دغه اقدام د بزګرانو د ژوند ښه کېدو او دوی ته د کاري فرصتونو برابرېدو په موخه د اکشناېډ مؤسسې په همکارۍ او دغهراز د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا لپاره شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په پیلېدو سره چې د ویالو پاککاري، کیندل او د کرنیزو زېربناوو جوړول پکې شامل دي، ۹۳۸ بزګرانو ته د کار زمینه برابره شوه.
هغه وویل: «په دغه پروژه کې هر بزګر ۱۰۰ ورځې کار کوي او په ورځني ډول به پنځه امریکايي ډالر ترلاسه کوي چې د یادو سلو ورځو په جریان کې به هر کس ۵۰۰ امریکايي ډالر ترلاسه کړي.»
ځینې هغه کروندګر چې په دغه پروژه کې د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP