مزارشریف (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
هغوی زیاتوي چې د دې ولسوالۍ په ښوونځیو کې یو استاد څو ټولګیو ته د بېلابېلو مضمونونو درس ورکوي چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.
دوی دغهراز ټینګار کوي چې د درسي بهیر پیاوړتیا په موخه یې باید د ښوونکو د کمښت او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي ستونزې هوارې شي.
د البرز ولسوالۍ د چقناق کلي د یګرویه منځني ښوونځي یوه زدهکوونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او هم يې ښوونځى ودانۍ نه لري.
هغه وایي: «ښوونکي مو کم دي، باید د ښوونکو شمېر ډېر شي، غواړو موږ ته د اوبو څاګانې او ښوونځي ته مو ودانۍ جوړې شي؛ ځکه ګرمه هوا کې تر خېمو لاندې زدهکړې کوو.»
د یاد ښوونځي یو بل زدهکوونکی رفیعالله هم وایي چې په اوړي کې تر سره لمر او ژمي کې تر واورې او باران لاندې زدهکړې کوي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل او هم یې ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.
په همدې حال کې، د یادې ولسوالۍ يو شمېر ښوونکي هم ورته شکايتونه لري.
د یګرویه منځني ښوونځي ښوونکی صدیقالله وایي، د یګرویه ترڅنګ د دې ولسوالۍ ډېری ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او یو شمېر یې ودانۍ هم نه لري.
صدیقالله زیاتوي: «لومړۍ ستونزه مو دا ده چې ښوونځی احاطه او ودانۍ نه لري، دویمه دا چې زدهکوونکي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، درېیم دا چې څلور استادان لرو او د څوارلس ټولګیو سلګونه زدهکوونکو ته درس ورکوي.»
هغه له حکومت او مرستندويه ټولنو په ياده برخه کې د همکارۍ او جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي وایي، په تېر کې څو نسلونه یې بېسواده پاتې شوي او په خبره یې نه غواړي چې راتلونکی نسل یې نالوستی او پرته له زدهکړو رالوی شي.
د البرز ولسوالۍ اوسېدونکی غلام حیدر وایي، پر لیک او لوست نه پوهېږي چې له کبله یې د یوې سیمې ادرس هم نه شي موندلی.
هغه د سرپرست حکومت له مسوول چارواکو غواړي چې د ویجاو شوو ښوونځیو بیارغونې سربېره دې نوي ښوونځي هم جوړ کړي.
غلامحیدر وایي: «زه خپله ۵۰ کلن یم، ما نه درس ویلی او نه چا راباندې زدهکړې کړې؛ ځکه دلته زمینه نه وه برابره او امکانات هم نه وو، ځکه بېسواده رالوی شوی یم؛ اوس موږ له دولته غواړو چې ښوونځي جوړ کړي څو زموږ لوړنې او بچیان زدهکړې وکړي.»
بل لورته، د البرز د پوهنې رياست مسوولين هم تر ډېره يادې ستونزې مني.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر موسیجان زاهد پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو شمېر کم دى او ترڅنګ یې ډېری ښوونځي ودانۍ هم نه لري.
هغه زیاتوي چې ډېری ښوونځي په شخصي کورونو کې دي، پاتې ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري او دغه ستونزې یې د یاد ولایت له اړوندو مسوولينو سره شریکې کړې دي.
زاهد ډاډ ورکوي چې د پوهنې برخه کې د یادې ولسوالۍ ټولې ستونزې به حل شي.
د البرز ولسوالۍ د ښوونې امریت د معلوماتو له مخې، دا مهال په دې ولسوالۍ کې ۲۰ ښوونځي فعال دي چې ۹ بابه لومړني، ۸ بابه منځني او درې یې هم لېسې دي چې دا ټول بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP