Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې له ۱۰۰ ډېر سوالګر ماشومان راټول شول

جلال‌اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، جلال‌اباد ښار کې يې د سوالګرو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کړی چې پر مهال يې ۱۰۴ سوالګر ماشومان راټول کړي او د مرستو په موخه يې اړوندو ادارو ته ورپېژندلي دي.

مسوولین وايي، په دغو سوالګرو کې کم عمره نجونې او هلکان شامل دي چې د جلال‌اباد ښار مختلفو سيمو کې په سوال کولو بوخت وو.

د ننګرهار ولايت امنیې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد د سلواغې په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارکوونکو د سوالګرو راټولولو کمپاين تر سره کړ.

دی وايي، د دغه کمپاين پر مهال امنيتي منسوبینو ۱۰۴ تنه سوالګر ماشومان راټول کړي چې په کې نجونې او هلکان شامل دي.

هغه زیاته کړه: «یادو سوالګرو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري اصلاحي خبرې وشوې او لېستونه یې د مرستو په موخه د سرې میاشتې، شهدا او معلولینو او د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته وسپارل شول.»

چارواکي وايي، په جلال‌اباد ښار کې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې چې سوالګر به ټول راجمع کوي او ورته به د کار او مرستو زمينه برابروي، هره اونۍ د سوالګرو راټولولو کمپاین ترسره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.