کابل (پژواک، ۵ دلو ۱۴۰۳): له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
نن (جمعه، د جنوري ۲۴مه) د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۸ کال کې د زدهکړو اهمیت په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړو نړۍواله ورځ ونوموله.
یونیسف پرون (پنجشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې د یادو ښوونځیو د ویجاړېدو له امله د زرګونو زدهکونکو د زدهکړه بهیر ګډوډه شوی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د زدهکړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د خوندي زدهکړو او د اقلیم بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې برخو کې د لا ډېرې پانګونې غوښتنه کوي.
په راپور کې راغلي: «ځیني هېوادونه د اقلیم له ډېرو ناوړه ګواښونو سره مخ شوي. د بېلګې په توګه، افغانستان د ګرمۍ د څپې سربېره، له سختو سېلابونو سره هم مخ شو چې له امله يې د تېر کال د مې میاشت کې څه باندې ۱۱۰ ښوونځي زیانمن یا ویجاړ شوي او د زرګونو زدهکونکو زدهکړې ګډوډې شوې دي.»
سرچینې ویلي چې زدهکړې په افغانستان، بنګلهدیش، موزمبیک، پاکستان او فیلیپین کې د تودوخې د څپو، سېلابونو او توپانونو له امله سختې اغېزمنې شوې دي.
یونیسف زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې په ۸۵ هېوادونو کې د ګرمۍ د څپو، استوایي توپانونه، سېلابونو او وچکالیو په ګډون د طبیعي پېښو له امله د لږ تر لږه ۲۴۲ میلیون زدهکونکو د زدهکړو بهیر ګډوډ شوی او دغه ناورینونه لا زیات شوي دي.
سرچینې لیکلي، تېر کال د ګرمۍ څپو له امله له ګواښ سره مخ ښوونځي وتړل شول چې یوازې په اپریل کې څه باندې ۱۱۸ میلیون زدهکونکي ترې اغېزمن شول.
د یونیسف اجرائیوي رییسې کاټرین رسل ویلي: «ماشومانو ته د سختې ګرمۍ له پرلهپسې څپو، توپانونه، وچکالۍ او سېلابونه په ګډون د اقلیم بدلون اړوند ناورینونو د اغېزو له امله ډېر زیان اوړي.»
یونیسف زیاته کړې چې د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو ټولګیو د بیارغونې او جوړولو او د زدهکوونکو د ملاتړ لپاره له دولتونو او خپلو شریکانو سره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP