بامیان (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): بامیان کې د ښځو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یوې اعتراضي غونډه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز ناعادلانه او د سیاسي او حقوقي اصولو خلاف ګڼل دی.
تېره ورځ (پنجشنبه) د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال، کریم خان له دغې محکمې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکيم حقاني د نیولو غوښتنه وکړه.
یادې غوښتنې ډېر غبرګونونه راوپارول.
بامیان کې نن د میرمنو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په دوه جلا اعتراضیه غونډو کې یاده غوښتنه ناعادلانه وبلله او ویې ویل چې دغه غوښتنه سیاسي انګیزه لري.
د بامیان د عالمانو د شورا رییس سید نصرالله واعظي وویل: «دغه اعتراضي حرکت د لاهه محکمې د ناعادلانه غوښتنه پر وړاندې دی. یاده غوښتنه په بشپړه توګه له سیاسي منطق او نړۍوالو حقونو څخه لرې ده او عدالت تر پښو لاندې کوي. خلک په دې برخه کې د عدالت او بېطرفۍ غوښتونکي دي.»
د بامیان یو قومي مشر محمدسجاد محسني پر جزایي نړۍوالې محکمې نیوکه وکړه او ویې ویل، دې محکمې د ډېرو بشري جنایتونو پر وړاندې سکوت کړی، د بېلګې په توګه په غزه کې د زرګونه مېرمنو او ماشومانو په شمول د څه باندې ۴۰ زره بېګناه انسانانو قتلعام هغه قضیې دي چې د یادې محکمې له لورې یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی شوی.
نوموړي وویل، جزایي نړۍواله محکمه باید د شته واقعیتونو پر بنسټ او په بېطرفه توګه انساني ارزښتونه وڅېړي.
په یاد پروګرام کې یوه ګډونوال محمد دین وویل، د بامیان خلک د عدالت غوښتونکي دي او تل د بشري حقونو له ارزښتونو ملاتړ کوي.
دغه راز، د یاد ولایت په مرکز کې په یوه جلا لاریون کې یو شمېر ښځو د لاهې حکم ناعادلانه عمل بللی دی.
یوې لاریونکوونکې سکینې محمدي وویل، د بامیان خلک په هېواد کې د سولې او عدالت تامینولو غوښتونکي دي او هېچا ته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو د جزایي نړۍوالې محکمې څارنوال د غوښتنې په غبرګون کې ویلي ا.ا.ا دغه بېاساسه تورونه په سختو ټکو غندي او ردوي یې. غه جوړښت په داسې حال کې د اسلامي امارت پر مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي، دغه ډول ناسم چلن د یادې محکمې وار د مخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړۍواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بېمعنا کوي.»
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې نړۍواله جزایي محکمه دې هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP