مزارشریف (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ اوسېدونکي او لرغونپوهان وایي چې د دغه ولایت لرغوني اثار په کانټینرونو کې ساتل کېږي او له حکومته غوښتنه کوي چې د خوندیتوب په موخه دې ورته معیاري او مجهز موزیم جوړ کړي.
هغوی لرغوني اثار د هېواد ملي هویت او شتمنۍ ګڼي او زیاتوي، که د دغو اثارو لپاره موزیم جوړ شي نو کورني او بهرني سېلانیان به جذب او حکومت ته به د عوایدو پر یوې سرچینې بدل شي.
بلخوا، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم یاده ستونزه مني او وایي، دا مهال په دغه ولایت کې زر قلمه لرغوني اثار موجود دي چې یو شمېر یې پنځه زره کاله تاریخي مخینه هم لري.
د بلخ ولایت اوسېدونکی غلامرسول په دغه ولایت کې د موزیم نشتون یوه لویه تشه ګڼي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې د لرغونو اثارو د خوندیتوب په موخه دې یو مجهز موزیم جوړ کړي.
هغه زیاتوي، بلخ د هېواد یو له مهمو او تاریخي ولایتونو څخه دی چې د ګڼو تاریخي اثارو او لرغونو سیمو په درلود شهرت لري او د دغو اثار او ابدو ساتنې لپاره باید حکومت جدي پاملرنه وکړي.
د ذبیحالله اختري په نوم د دغه ولايت یو لرغونپوه وايي چې په بلخ ولایت کې له سلګونه کلونو راهيسې لرغوني او تاریخي اثار موجود دي او د معیاري موزیم د نشتون له امله په کانټینرونو کې ساتل کېږي.
هغه دغه لرغوني اثار د هېواد ملي هویت او شتمني یادوي او د یادو اثارو د ساتلو لپاره په بلخ کې د یوه مجهز او معیاري موزیم د جوړېدو غوښتونکی دی.
بلخ کې د کلتوري چارو شنونکی عبدالقیوم انصاري هم وايي، په بلخ کې د پنځه زره کلونو پخواني لرغوني اثار هم شته چې له خاورو څخه را ایستل شوي او په کانټینر کې قلف شوي چې باید نندارې ته وړاندې شي څو سیلانیان ورته راشي.
هغه دغه راز وایي: «د فرهنګي میراثونو د یوه خدمتګار په توګه، نه یوازې زما، بلکې د ټولو خلکو دا غوښتنه ده چې د بلخ ولایت لرغوني تاریخ ته په کتو، دلته یو موزیم جوړ شي؛ ځکه ځیني لرغوني توکي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په واک کې دي، له بېلابېلو اړخونو د زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخ دي.»
که څه هم په مزارشریف ښار روضه کې یو شمېر تاريخي اثار په یوه واړه موزیم کې ساتل کېږي؛ خو د دغه ولایت لرغونتوب او اثارو ته په کتو د معیاري او اساسي موزیم جوړول د خلکو غوښتنه ده.
بلخوا، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو پژواک ته وویل، دغه ولایت د تاریخي ځایونو او لرغونو اثارو له پلوه بډایه ولایت دی او زیاتوي چې دا مهال په بلخ کې شاوخوا زر قلمه لرغوني اثار موجود دي او یو شمېر یې پنځه زره کلن تاریخ لري.
ساهو دغه راز وايي چې سرپرست حکومت په بلخ ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې په پراخه کچه د لرغونو اثارو قاچاق او په لرغونو ابداتو کې د خپلسرو کېندنو مخنیوی کړی دی.
هغه وایي: «د بلخ په یو شمېر لرغونو سیمو کې کېندنې روانې وې او یو شمېر کسانو تاریخي آثار قاچاق کول، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د کېندنو او قاچاق مخنیوی شوی؛ تاریخي آثار، تاریخي ابدې او لرغونې سیمې په بشپړ ډول خوندي دي او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلسرې کېندنې وکړي.»
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت شاوخوا ۶۰ لرغونې ابدې او تاریخي ځایونه لري چې ډېری لرغونې سیمې د مرکز مزارشریف ښار سربېره، په بلخ، چهاربولک، چمتال او دولتاباد ولسوالیو کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP