Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

المان یو شمېر نور «مجرم» افغان کډوال وباسي

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): الماني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د دویم ځل لپاره یوه ډله نور «مجرم» افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت د «زوددویچه تسایتونګ» په نوم ورځپاڼې په حواله اعلان کړی چې د دغو افغان کډوالو الوتنه به د یوه «سیمه‌ییز شریک» په مرسته وشي.

د یادو افغان کډوالو د ایستلو کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د جرمني د اطلاعاتو وزارت د معلوماتو له مخې، ښايي دغه الوتنه د جرمني له سراسري ټاکنو لږ مخکې د راتلونکې ميلادي میاشتې په ۲۳مه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په جرمني کې د یوه افغان له لوري د چاقو په وسیله له مرګوني برید وروسته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر نانسي فیزر وویل چې د مجرمو کډوالو د ایستلو لپاره جدي کار کوي.

جرمني د افغان کډوالو ایستلو بهیر د روان لمریز کال د وږي په میاشت کې پیل کړی و او په لومړي پرواز کې یې له لایپزیګ هوايي ډګره ۲۸ افغانان کابل ته راولېږدول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.