کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د هېواد د پاراتکواندو ملي لوبډلې ورزشکار عليسجاد چې په څلورو هېوادونو کې یې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی او دغو سیالیو کې یې بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي وایي، معلولیت محرومیت نه دی، هر څوک چې په هره برخه کې اراده او هڅه وکړي، قطعاً بریالی کېږي.
عليسجاد همراز ۲۵ کلن دی، ۱۵ کاله کېږي چې ورزش کوي او معلولیت هيڅ د خپلې بریا خنډ نه بولي.
که څه هم هغه مورزادي یو لاس نه لري، خو له پژواک خبري اژانس سره یې په خبرو کې وویل: «د کورنۍ په هڅو مې تر اوسه کوم کمښت او سختي نه ده احساس کړي او هڅه مې کړې چې د الله ج په رضا راضي و اوسم او پر خپل یوه لاس هڅه وکړم.»
عليسجاد چې په یوې ورزشدوسته کورنۍ کې زېږېدلی وویل، پلار یې د ورزش سخت لېوال و او خپل اولادونه یې په کوچنیوالي کې ورزش ته هڅول.
هغه په ۲۰۱۱ کې پارالمپیک ملي کمېټې ته راغی او د فوټبال څانګه کې شامل شو خو دا چې ده له تکواندو سره علاقه لرله، په ۲۰۱۶ کال پارتکواندو برخې ته ولاړ.
عليسجاد تر اوسه لبنان، اردن، اندونیزیا او ایران هېوادونو ته سفرونه کړي او په نړۍوالو سیالیو کې یې ګډون کړی دی.
د اسیا اتلولۍ سیالۍ چې ۲۰۲۱ کال کې په لبنان کې ترسره شوې، د ۴۲ هېوادونو په منځ کې یې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړ او وتوانېد چې په دغو سیالیو کې غوره مډال ترلاسه کړي.
هغه چې د تکواندو برخې تور کمربند لري وویل چې په بېلابېلو داخلي سیالیو کې یې هم ګډون کړی او توانېدلی چې د سروزرو مډال ترلاسه کړي.
که څه هم د عليسجاد پلار دوه اونۍ مخکې ومړ خو دی وایي، د اسیایي سیالیو لپاره یې چې ښایي په راتلونکې کې جاپان کې ترسره شي سخت تمرینات او چمتووالی پیل کړي او هڅه کوي څو لومړی کس و اوسي چې د دغو سیالیو کې د اتلولۍ مډال ترلاسه کړي.
هغه ځوانانو ته یوه پیغام کې وویل: «هيڅکله مه نهیلې کېږئ، معلولیت محرومیت نه دی، د خپل ځان او خپلو خلکو د سرلوړۍ او د هېواد د ویاړ لپاره هڅه وکړئ، هر څوک چې په هره برخه کې اراده او هڅه وکړي، قطعاً بریالی کېږي.»
عليسجاد دې ته په اشاره چې ورزشکاران نړۍ ته د افغانستان غرور او عزت ښیي، له خلکو غوښتنه وکړه څو ټول ورزشکاران چې په هره برخه کې کار کوي، وهڅوي.
هغه دغهراز له حکومت او خصوصي سکټوره غوښتنه وکړه څو له ورزشکارانو لا ډېر ملاتړ وکړي، څو وکولای شي هېواد ته لا ډېرې لاستهراوړنې راوړي.
پاراتکواندو تکواندو ته ورته یو ورزش دی چې د معلولو ورزشکارانو لپاره طراحي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP