Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې ناپېژانده وسله‌والو د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغې ۱۴۰۳): خوست کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو د يوې کورنۍ لس کسان وژلي دي.

د عليشېرو ولسوال فريد وهاج پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماخوستن د يادې ولسوالۍ د ابوخانې په سيمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ناپېژانده وسله‌والو پر يوه کور چې احاطه نه لري، ډزې کړې چې له امله یې د درېیو ښځو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د وهاج په وینا، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او په اړه به یې نور جزئيات وروسته په ډاګه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.