نیلي (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳): د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې څه باندې ۱۵۰۰ بېوزلو ځوانانو ته د ژبې، کمپیوټر او بیان فن برخو کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
دغه پروګرام چې له بېوزلو ځوانانو د ملاتړ او روزنیزو فرصتونو ډېرېدو په موخه جوړ شوی ترې هرکلی شوی او هیلهمن شوي چې لرو پرتو سیمو ته هم وغځېږي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امر عليجان میرهزار پژواک ته وویل چې دې ادارې د روان کال په ترڅ کې د وړیا زدهکړو د کورسونو په جوړولو سره څه باندې ۱۵۰۰ کسانو ته د پښتو او انګلیسي ژبو، کمپیوټر او د بیان فن زده کولو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي وویل چې له دې ډلې ۱۲۰۰ کسانو خپله روزنیزه دوره بشپړه کړې او ۳۰۰ کسان د زده کړې په حال کې دي.
هغه وویل چې دغه پروګرامونه هغو ځوانانو ته په پام کې نیول شوي چې د اقتصادي ستونزو له امله د زدهکړو خصوصي مرکزونو کې ګډون نه شي کولای.
د هغه په خبره، دغه کورسونه په څو پړاوونو کې ترسره شوي او زدهکوونکو ته مناسب امکانات ورکړل شوي دي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امر دغهراز وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دې هڅه کې ده، څو د نورو ادارو او همکارو بنسټونو په همکارۍ دغه پروګرامونه ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.»
هغه وویل چې د ځوانان ظرفیت جوړونه د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم رول لري او لازمه ده چې په هره برخه کې له ځوانانو ملاتړ وشي.
د هغه په خبره، که څه هم دایکنډي کې ډېر وړ ځوانان شته خو په دغه ولایت کې د زدهکړو فرصتونو نشتوالی یوه له عمده ستونزو ګڼل کېږي او مسوول بنسټونه باید په خپلو پروګرامونو کې د ځوانانو زدهکړو ته لومړیتوب ورکړي.
په دغو کورسونو کې چې کوم زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي، د داسې وړیا پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوي او هغه تعلیم او تحصیل ته د حکومت د پاملرنې نښه بولي.
د دایکنډي یوه ځوان رحمت رحیمينژاد وویل: «د دغه ولایت ډېری ځوانان له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا لري، خو په خصوصي کورسونو کې د ګډون لپاره مالي توانایي نه لري، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو پروګرام موږ ته د زده کولو فرصت برابر کړی دی.»
هغه زیاته کړه چې تخصصي او مسلکي زدهکړې د نننۍ ټولنې له اساسي اړتیاوو ده او باید ترې ملاتړ وشي.
له دغه پروګرامه یو بل برخمن شوی کس ضیاء وایي چې د داسې پروګرامونو ترسره کول د دې لامل کېږي څو د ځوانان هیلې راتلونکې ته لا ډېرې شي.
هغه وویل: «څو کاله مخکې مې ښوونځی خلاص کړ، زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب و، پوهنتون ته تلای نه شوم، یوه څه وخت د انګلیسي کورس ته لاړم، پیسې مې ورکولای نه شوې، پرې مېښود، سږ کال مې چې د دغه پروګرام واورېدل راغلم اوس دلته وایم، ډېر ښه شوي دي.»
هغه وویل چې دوی ته پوه استادان تدریس کوي او د درس کیفیت هم ډېر ښه دی.
ضیاء وایي، کوم کسان چې پیسې نه لري، تر ټولو ډېر د زدهکړو تږي وي، خو ډېری وخت د همدې اقتصادي ستونزو له امله یې فرصتونه له لاسه ځي.
هغه له حکومته غواړي چې د زدهکړو داسې ډېر فرصتونه ځوانانو ته برابر کړي.