Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزارشریف ښار له ناحیو د کثافات ټولولو لړۍ پیل شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ د مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د دغه ښار له بېلابېلو ناحیو شاوخوا ۷۰۰ موټره کثافات راټول او ځانګړي ځای ته یې انتقال کړي دي.

د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوېد مایار وایي چې د مزار ښاروالۍ د رهبرۍ د پرېکړې پر اساس د لومړي ځل لپاره د دغه ښار له ټولو ناحیو د کثافات ټولولو لړۍ پیل شوې چې له مخې به یې له کلونو راهیسې پراته کثافات راټول شي.

د نوموړي په وینا، د کثافات ټولولو لړۍ روانه اونۍ پیل شوې او په ترڅ کې یې د مزارشریف ښار له بېلابېلو ناحیو ۱۲ زره مترمکعب کثافات چې ۷۰۰ موټره کېږي، راټول شوي او دا لړۍ به د ښار تر بشپړ پاکېدو دوام وکړي.

په همدې حال کې، د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم عابد وایي چې د مزارشریف ښاره به په بنسټیزه توګه کثافات راټول او له ښاره به ۱۵ کیلومتره لرې ولېږدول شي.

خو ده له ښاریانو وغوښتل چې په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکار و اوسي او د کثافات له ډېرۍ کېدو دې مخنیوی وکړي.

بلخوا، د مزارشریف ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د مزارشریف نهمې ناحیې د دشت شور سیمې اوسېدونکی قیس د ښاروالۍ له دغه اقدامه خوښي ښيي او وایي چې د کثافاتو ډېرۍ کېدو خلکو ته ګڼې روغتیایي ستونزې پېښې کړې دي.

د شفیق‌الرحمن په نوم د مزارشریف ښار نهمې ناحیې یو کلانتر بیا وایي، له هغو سیمو او سړکونو چې کثافات راټولېږي، باید ښاروالۍ پرې جغل واچوي او خلکو ته دې د تګ راتګ لارې پرانیزي څو بېرته د کثافاتو له ډېرۍ کېدو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، له دې وړاندې هم مزارشریف ښاروالۍ بېلابېلو ناحیو کې د ښار پاکولو په موخه بېلابېل عمومي حشرونه ترسره کړي وو خو د وخت په تېرېدو په ډېری سیمو کې کثافت ډېرۍ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.