کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳): د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ۶۳۹ ترافیکي پېښو له امله ۷۶۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰۸ نور ټپیان شوي، خو د دې مودې د وروستیو پنځو میاشتو پر مهال ترافیکي پېښو کې د مرګژوبلې کچه نږدې ۳۲ سلنه کمه شوې ده.
د دې مرګژوبلې له نیمایي ډېره په غزني، سمنګان، میدانوردګو، بغلان، لغمان، فاریاب او بدخشان ولایتونو او تر ټولو ډېره مرګژوبله د لېندې په ۲۹مه اوښتې ده؛ په دې ورځ په غزني کې په دوو پېښو کې ۵۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شول او پروان کې هم پنځو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
له پژواک سره ثبت شوې شمېرې ښیي چې د ټولې مرګژوبلې ۶۸ سلنه لویان نارینه، اته سلنه ښځې، اته سلنه ماشومان او ۱۶ سلنه یې د جنسیت له پلوه نامعلوم کسان دي.
د پژواک د مخکنیو راپورونو له مخې، ترافیکي پېښو کې د سړیو د ډېرو مرګژوبلې لامل دا دی چې هغوی د ماشومانو او ښځو په پرتله ډېر ګرځي.
دغه راز، د پژواک موندنې ښیي چې تر ټولو ډېر کسان په غزني، بدخشان، بغلان او فاریاب کې مړه شوي، خو تر ټولو ډېر کسان په غزني، میدانوردګو، سمنګان او لغمان ولایتونو کې ټپیان شوي دي.
د مرګژوبلې یاده شمېره کېدای شي تر دې ډېره وي؛ ځکه دغه مرګژوبله یوازې د هغو ۶۳۹ ترافیکي پېښو ده چې پژواک خبري اژانس یې خبرونه خپاره کړي؛ پژواک د هغو ترافیکې پېښو خبرونه نه خپروي چې څوک په کې مړه نه وي او یا یې د ټپیانو شمېر له پنځو کم وي.
غزني کې ۹۱ کسان مړه، ۲۸۰ ټپیان، بدخشان کې ۷۸ مړه، ۸۷ ټپیان، بغلان کې ۶۶ مړه، ۱۱۰ ټپیان، فاریاب کې ۵۸ مړه، ۱۰۹ ټپیان، سمنګان کې ۴۳ مړه، ۱۵۵ ټپیان، هرات کې ۴۲ مړه، ۵۱ ټپیان، میدان وردګو کې ۳۷ مړه، ۱۵۶ ټپیان، لغمان کې ۳۲ مړه، ۱۴۰ ټپیان، پروان کې ۲۸ مړه، ۱۱۵ ټپیان، ننګرهار کې ۲۶ مړه، ۵۷ ټپيان، بامیان کې ۲۵ مړه، ۱۰۳ ټپیان، بلخ کې ۲۴ مړه، ۳۹ ټپیان، هلمند کې ۲۲ مړه، ۳۱ ټپیان، فراه کې ۲۰ مړه، ۴۸ ټپیان، ډایکنډي کې ۱۵ مړه، ۳۴ ټپیان او کاپیسا کې ۱۵ مړه، ۳۹ ټپیان شوي دي.
دغه راز، جوزجان کې ۱۴ مړه، ۵۴ ټپیان، نورستان کې ۱۴ مړه، ۲۴ ټپیان، اروزګان کې ۱۴ مړه، ۱۹ ټپیان، غور کې ۱۲ مړه، ۲۲ ټپیان، لوګر کې ۱۲ مړه، ۷۵ ټپیان، سرپل کې ۱۲ مړه، ۲۴ ټپیان، بادغیس کې ۱۰ مړه، ۴۳ ټپیان، کابل کې ۸ مړه، ۱۹ ټپیان، پنجشېر کې ۸ مړه، ۶ ټپیان، کندهار کې ۶ مړه، ۳۰ ټپیان، کونړ کې ۶ مړه، ۳۰ ټپیان، خوست کې ۵ مړه، ۱۱ ټپیان، پکتیا کې ۵ مړه، ۲۷ ټپیان، زابل کې ۵ مړه، ۲۵ ټپیان، کندوز کې ۴ مړه، ۱۴ ټپیان، پکتیکا کې ۴ مړه، ۱۳ ټپیان، نیمروز کې ۳ مړه، ۹ ټپیان او تخار کې ۳ مړه او نهه ټپیان شوي دي.
له پژواک سره د ترافیکې پېښو ثبت شوې شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله د ترافیکي پېښو له امله د مرګژوبلې کچه نږدې ۳۲ سلنه کمه شوې ده.
په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۴۵۸ ترافیکو پېښو له امله ۱۶۴۸ کسانو او په وروستیو پنځو میاشتو کې په ۱۸۱ ترافیکي پېښو کې ۱۱۲۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د موندنو له مخې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ځکه ترافيکي پېښې ډېرې وې چې په دې موده کې دوه اخترونه او په تېرو کوچني او لوی اخترونو کې ډېرې ترافيکې پېښې وشوې.
د ترافیکي پېښو لاملونه او حللارې یې
د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي واحدالله چې د غزني په ترافيکي پېښه کې ټپي شوی و، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه تلم کندهار ته، په کابل کې مې ټکټ کټ کړ، راووتو پر لاره راروان وو چې یو دم دغه حادثه مخې ته راغله، موټر هم تېز و، له موټروانانو زما خواست دا دی چې دا لاره یوه طرفه نه ده، بايد ډېر احتیاط وکړي.»
دغه راز، د بلخ په مرکز مزارشریف د اوومې ناحیې اوسېدونکی فرزاد اکبري وايي، شاوخوا اته میاشتې وړاندې یې د خاله زوی چې په ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ وايي، دا یوه ډېره دردناکه پېښه وه.
هغه له موټرچلوونکو وغوښتل: «تر ټولو عزیزترین د خاله زوی مې په یوه ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، ډېره له درده ډکه خبره ده، بیا هم له ګرانو موټرچلوونکو غوښتنه کوم چې ډېر سرعت سره ډريوري ونه کړي او متوجه واوسي.»
اکبري له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د دغو پېښو مخه ونيسي؛ ځکه په دې وروستيو ورځو کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې دي.
د هرات ښار اوسېدونکی خلیفه رسول وايي، شاوخوا یو میاشت مخکې په یوه ترافيکې پېښه کې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا شپاړس کسان تپيان شول چې په ټپيانو کې یو د دوی له خپلوانو و.
هغه وايي: «د موټر د سرعت د کنټرول لپاره حکومت باید له شرکتونو سره ناسته ولري؛ ځکه دا [د کابل – هرات] عمومي لاره ده او یو ولایت له بل سره نښلوي؛ ګڼهګوڼه پرې ډېره ده او موټرچلوونکي باید احتیاط وکړي.»
د ځمکني ترانسپورت د انسجام شورا مرستیال محمدنبي افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، متاسفانه پر لویو لارو ډېرې ترافيکي پېښې کېږي او بېلابېل لاملونه لري.
د ده په وینا، غیرمعیاري او کم برو سړکونو جوړېدل، پر لویو لارو د سترو ګولایانو شتون، پر کمبره سړک له دواړو خواوو د موټر تګ راتګ، د وزن نه کنټرول، د لویو لارو جوړولو او ډيزاین په برخو کې د مختصصو کسانو نشتوالی، په ترانسپورټي برخو د غیرمعیاري تګلارو شتون، د افغانستان د ترافیکو قانون خلاف لاس موټرو شتون او ډېروالی، د ترانسپورټ اړوند ادارو د تګلارو، طرحو او پالیسیو ټکر، د ترافيکي او ترانسپورټي ادارو د چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، پر موټرچلوونکو له اتو ساعتونو ډېره ډريوري کول او ځيني نور هغه عوامل دي چې پر لویو لارو ډېرې ترافيکې پېښې رامنځته شي.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې په دې اړه لاس په کار شي، او وايي: «د ترافيکي پېښو لاملونه مختلف دي، اما ډېر یې حکومت ته راجع کېږي؛ موږ په تېرو دوو درېیو کلونو کې د امارت له راتګ سره ډېرې چغې وکړې او بار بار مو خبرې کړې، په دې موضوعاتو باندې ما ډېر څه له لاسه هم ورکړي.»
ده زیاته کړه: «سړکونه جوړول باید د حجم مطابق وشي، د سړک ډيزاین یې، سټرکچر یې هغه د ظاهرشاه د وخت دي، پر دې باندې غټ حجم روان دی، د ورځې څلور پنځه زره موټر تګ راتګ کوي چې پرې باندې راسته لاس موټر ازادانه تګ راتګ کوي.»
هغه په وروستيو کې د ترافيکي پېښو کموالي ته په اشاره وویل: «یو څه کموالی راغلی، لږ او ډېر کنټرول شته، چکپاینټونه یې اچولي، خو باید سړکونه جوړ شي، کنټرول يې او ترڅنګ یې د خلکو شوخي هم ماته شوې او خلک هم متوجه شوي دي.»
دی وايي، په موټرچلوونکو کې هم ستونزې شته، ترانسپورټي شرکتونه هم خپلې ستونزې او خطاوې لري چې باید ورته متوجه شي او مخنيوی يې وکړي.
افغان زیاتوي چې ترانسپورټ د یوه هېواد د ملا تېر دی، باید معیاري شي او د ترافيکي پېښو د کموالي په اړه وايي: «ترافيک باید معیاري شي، سړکونه باید ازاد شي، معیاري شي، سټنډرډ شي، که چېرې موږ خام سړک ولرو او معیاري خدمات غواړو؛ دا نه شي کېدلای، وزنونه باید کنټرول شي، په شاهراوو کې راسته لاس موټر باید مطلقاً بند شي؛ ځکه دا قانون دی، نظام دی، سیسټم دی، که یې غواړو چې دا [ترافيکې پېښې] دې ختمې شي او یا کمې شي؛ ختمېدلای خو نه شي، حداقل راکمې شي، نو موږ باید په اولویت کې راسته لاس موټر بند کړو.»
د ترافیکو عمومي ریاست د ښوونې او روزنې مدیر سمونمل عبدالودود خیرخواه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، له بده مرغه لا هم ترافيکي پېښې ډېرې دي او د ډېرو هېوادوالو ژوند اخلي.
هغه د پژواک خبري اژانس د امارو په اړه وویل: «کومې شمېرې چې تاسو له روغتيايي مرکزونو ترلاسه کوئ، هغه سمې دي؛ ځکه ټول قربانیان هلته ثبت او راجستر کېږي او نسبتاً سمې دي، خو ستاسو امار د ترافيکي پېښو برخه کې کم دی، تر زرو ډېرې پېښې ثبت شوې، وفایات دقیق دي او د تپيان شمېر ستاسو تر امارو ښايي درې سلنه لوړ وي.»
خیرخواه د سړکو او جادو نهمعیاري والی، د موټر ښکاره او پټې تخنيکي ستونزې او عارضې، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او غیرمسلکيوالی، د ترانسپورټي شرکتونو غفلت او د یادو شرکتونو له لوري د بېتجربې کسانو پر دندو ګومارل پر لويو لارو د ترافيکي پېښو لاملونه دي.
د ترافيکو ریاست د ښوونې او روزنې مدیر د ترافيکي پېښو مخنيوي او کنټرول په اړه وايي: «د ترافيکو جریان باید همېشه تر څار لاندې وي؛ له نېکه مرغه موږ دا پلان لرو، طرحې اړوند مدیریتونو ته استوو او بالفعل کار کوي، دا د دې ادارې هڅې دي چې دا پېښې کمې دي… جادې مو تر څار لاندې دی، ترافيک پولیس مو فعالانه کار کوي او د ترافيکو اداره د سالمو پالیسو په جوړولو او اړوند مدیریتونو ته د استولو له لارې هر څه تر څار او کنټرول لاندې لري او تل مو هڅه دا ده چې پر لویو لارو نه باید ترافيکي پېښې رامنځته شي.»
هغه هم د ترافيکي او ترانسپورټي ادارو ترمنځ نه همغږي او د پاليسيو ټکر د ترافيکي پېښو لاملونه بولي خو زیاتوي چې د دې ادارې په نوي جوړ شوي پلان کې دې ستونزې ته رسېدنه شوې او په پلي کېدو سره به یې دغه نیمګړتیا له منځه ولاړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP