کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د یوناما له مرستیال ایندریکا راتوات سره د بشري مرستو د پراختیا او روڼتیا په اړه خبرې کړي او راتوات ویلي چې یوناما به په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره وکتل.
ملا برادر د یوناما له مرستیاله غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته کړي او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې ورته رامنځته شي.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال ویلي، دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او دغه راز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل وړاندې کولو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به هغوی ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشي، کوچني بندونه به جوړ او کارېزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړۍوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او لاسي صنایعو رسېدو برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP