Language

کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو له یوه مرکزه ۱۵۵ ځوانان فارغ شول

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه ۱۵۵ ځوانان فارغ شول.

نن د کابل ښار په یوه هوټل کې د یادو ځوانانو فراغت‌غونډه جوړه شوې وه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد احمدزي د فراغت په دې غونډه کې وویل چې یاد شمېر کسانو ته د جاپان په مالي مرسته د یخچال، ایرکنډېشن او برېښنایي وسایلو د ترمیم، خیاطۍ او برق برخو کې د شپږمیاشتنیو زده‌کړو زمینه برابره شوې وه.

هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي څو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان په کچه شاوخوا ۳۵ زره ځوانان د دغه وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو فارغ شوي دي.

احمدزي وویل، په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند یادو مرکزونو کې یوازې په کابل کې پنځه زره درملنه شوو روږدو ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو په کلني ډول تر ۳۴ زره پورې ځوانان فارغېږي.

نوموړي له موسسو وغوښتل چې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

پّ کابل کې د جاپان یونسکو موسسې رییس یما فیروزي په یاده فراغت‌غونډه کې وویل، دغه موسسه له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او تل هڅه کوي ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دی وايي، پلان لري چې په راتلونکي کې هم د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه ولري.

ورته مهال، له دغه پروګرامه ځيني تازه فارغین وايي، په بېلابېلو برخو کې یې لنډمهالې زده‌کړې ترلاسه کړې.

د عبدالمصور په نوم یو ځوان چې د کابل اوسېدونکی دی وایي، د یخچال او ایرګنډېشن جوړولو برخه کې یې شپږمیاشتنۍ زده‌کړې کړې دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د کار زمینې برابرولو برخه کې هم مرسته ورسره  وکړي.

دا په داسې حال ده چې د لسیزو په تېرېدو اوس هم په افغانستان ګڼ ځوانان له بېکارۍ ځورېږي او له حکومته غوښتنه کوي څو د کار زمینه ورته برابره کړي.