خوست ښار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): خوست کې مسوولین وایي چې د ا.ا مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي محبسه د درېیو مېرمنو او اتو ماشومانو په ګډون ۱۸۳ بنديان ازاد شول او د ۲۸۷ نورو بندیانو د بند موده کې کموالی راغلی دی.
د خوست محبس د ټولي قوماندان عيداغا فاروقي پژواک خبرو اژانس ته وويل چې د ا.ا مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي محبسه د درېیو مېرمنو او اتو ماشومانو په ګډون ۱۸۳ بنديان خوشي شول.
هغه زیاته کړه: «دا بنديان چې خلاص شول په مختلفو جنايي جرمونو باندې نيول شوي وو چې نن د اميرالمومنين د فرمان پر اساس خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.»
فاروقي زیاتوي چې د ياد فرمان پر بنسټ د ۲۸۷ نورو زندانیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
ورته مهال، له بنده ازاد شوي بنديان بيا وايي، خوښ دي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس خوشي شول.
يوه ازاد شوي بندي شفيعالله پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې له غيرقانوني کړنو ډډه وکړي څو د دوی پر برخليک اخته نه شي.
هغه وايي: «خلک دې داسې کارونه ترسره کړي چې په اينده کې د حکومت مجرمين جوړ نه شي او څوک چې غلط کارونه کوي، پر ځای يې بايد ښه کارونه وکړي او همدا ډول تعليم حاصل کړي.»
يوه بل ازاد شوي بندي حضرتالله بيا پژواک ته وويل چې په محبس کې له هيڅ ډول ستونزو سره نه دی مخ شوی؛ د سواد زدهکړو برنامو ترڅنګ ورته د حرفوي زدهکړو زمینه هم ورته برابره شوې وه.
هغه زیاته کړه: «موږ سره يې په زندان کې ډېر کومکونه وکړل، هر رقم سهولت يې راته برابر کړی و، لکه خياطي او نور، ډېر څه مو ترې زده کړل، انشاالله چې په ورځني ژوند کې به ترې ګټه اخلو.»
د معلوماتو له مخې، د خوست په مرکزي محبس کې دا مهال شاوخوا اته سوه کسان بنديان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP