جلالاباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وایي چې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ پر ۲۰ زره جریب ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
د کانال اداره وايي، په راتلونکو شاوخوا درېیو کلونو کې به د مالټو دا باغونه حاصل ته ورسېږي چې د تر ډېره به هېواد د مالټو برخه کې د ځان بسیاینې خوا ته بوځي.
د ننګرهار کانال د کرنې برخه د هېواد یوه له بنسټیزو پروژو ده چې په ۱۹۶۱زېږدیز کال کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي چې روان کال په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دې ادارې اړوند د مالټو باغونو شاوخوا درېنيم زره ټنه حاصلات ورکړي دي.
مسوولین وايي، د دغو حاصلاتو ډېرېدو لپاره له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهيسې د خصوصي سکټور په همکارۍ د مالټو باغونو جوړولو چارې پيل شوې دي.
د ننګرهار کانال شرکت وياند سيد همايون غریبمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د کانال په څلورګونو فارمونو کې پر ۲۰ زره جریب ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
دی وايي: «خصوصي سکټور ته ځمکې په اجاره/ قرارداد ورکړل شوې دي، پانګونه هغوی کړې، پالنه او روزنه يې هغوی کوي، کانال شرکت ته کلنۍ د اجارې پيسې ورکوي؛ انشاءالله چې دوه درې کاله وروسته به د مالټو برخه کې خودکفا يو.
بلخوا، د دغو باغونو جوړوونکي او قراردادیان وايي، د هېواد د پرمختګ، ځان بسیاینې او هېوادوالو ته د کارموندنې لپاره يې دا پانګونه کړې ده.
محمدابراهيم افغان چې د کانال له رياسته يې پر اجاره کړې ۷۰ جریب ځمکه دوه کاله وړاندې د مالټو باغ جوړ کړی، وايي، راتلونکو درېیو کلونو کې به باغ حاصل ته ورسېږي او د ډېر ښه کيفیت مالټې به ترې ترلاسه شي.
دی وايي، په دغه باغ کې شاوخوا پنځه زره ونې اېښول شوې او هره میاشت له لس تر پنځلسو کسانو ته د کار زمینه په کې برابرېږي چې د حاصل پر مهال یې ښايي د کارګرو دا کچه څو چنده زیاته شي.
بل لور ته یو شمېر کسان چې په دغو باغونو کې کار کوي، د کاري فرصت له برابرېدو خوښ دي.
صداقت چې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د مالټو په يوه باغ کې ورته د کار زمينه برابره شوې، وايي، له دې مخکې په خپل کلي کې اوزګاره ګرځېده خو اوس خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پيدا کوي.
باغونه تر ډېره پر هغو شاړو ځمکو اباد شوي چې په تېر کې ترې هيڅ ګټه نه اخيستل کېده خو اوس هم ځمکې ابادې شوې او هم د سيمو د ښېرازۍ سبب ګرځېدلي دي.
د يادولو ده، د ننګرهار کانال اړوند د بټيکوټ ولسوالۍ د مالټو باغونو په دې وروستيو کې ښه شهرت پیدا کړی چې حاصل ته د مالټو رسېدو پر مهال ورته له پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو خلک د تفریح او د مالټو خوړلو لپاره ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP