مزارشریف (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر حلبيسازان وايي چې د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې اړوند د حلبيسازۍ کوڅه کې د حلبيسازۍ لویې او وړې لسګونه هټۍ دي چې بېلابېل لومړني وسایل لکه سطل، بخارۍ، چایجوش، منقل او نور توکي تولیدوي.
حلبيسازان وايي، هغه توکي چې دوی يې تولیدوي، اوس له بهرنيو هېوادونو بېکيفیته او د فابریکو جوړ توکي راځي چې بیې یې ټیټې دي او د دوی کاروبار یې ور خراب کړی دی.
محمدحسن چې له پلاره ورته دغه کسب ورپاتې دی، وايي، د هر ډول اوسپنيزو وسايلو جوړولو وړتيا لري او کيفيت يې هم تر وارداتي توکو ډېر لوړ دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، حلبيسازان په دغه ځای کې له اوسپنې بخارۍ، چایجوش، سطل، منقل، کوزې او نور ګڼ وسايل جوړولی شي.
هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان خپل تولید جوړوو خو له پاکستان، ایران، ترکیې، چین او نورو خارجي هېوادونو مالونه دلته راځي، خلک هغه اخلي، زموږ نه اخلي، ولې چې هغه ډیزاین لري خو زموږ وسايل بیا باکیفیته او ارزانه دي.»
د سیفالدین په نوم یو بل حلبي ساز هم اندېښنه ښیي چې دغه صنعت له رکود سره مخ دی، تولید شوي توکي یې بازار نلري او خلک له بهرنیو تولیداتو کار اخلي.
هغه زیاتوي چې پخوا وختونو کې یې بازار ښه و او له کورنیو تولیداتو څخه به کار اخيستل کېده خو اوسمهال بازار ته د ترکي بخاریو واردیدل یې بازار کمرنګه کړی دی.
دغه راز، د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي هم له خلکو غواړي څو له بهرنیو توکو څخه د استفادې پر ځای دې له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
د مزارشریف ښار یو اوسېدونکی فرهاد اکبري وایي: «وروستیو کلونو کې خلک له ترکي بخاریو کار اخلي چې د هرې بخارۍ قیمت ۱۵ زره افغانیو ته رسېږي خو هغه بخارۍ چې د افغانستان دننه تولیدېږي ۲۵۰۰ افغانۍ قیمت لري، مګر خلک یې بیا هم نه کاروي؛ ځکه ترکي بخارۍ څه نا څه ډیزاین او رنګ لري.»
اکبري له خلکو غواړي څو د افغاني تولیداتو په کارولو د دغه لرغوني صنعت په ساتنه او پالنه کې له صنعتکارانو سره مرسته وکړي.
بلخوا، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی هم حلبيسازانو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي او له خلکو غواړي څو له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
هغه وایي: «د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست تل هڅه کړې چې د صنعتکارانو ستونزې حل کړي او دغه ریاست هره اونۍ د بېلابېلو برخو له صنعتکارانو سره ګوري، ستونزې یې راټولوي او د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره یې شریکوي.»
د یادونې ده، د حلبيسازۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د اهنګرۍ، مسګرۍ، کلالي، قرهقل او یو شمېر نور لرغوني صنعتونه هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP