مزارشریف (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ کسبګرو او هټۍوالو خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د بوټانو د تولید ۱۰۸ کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ ۱۲ زره جوړې بوټان تولیدوي.
د بلخ ولایت کسبګرو او هټۍوالو خونې مرستیال رازمحمد همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال په بلخ ولایت کې د بوټونو جوړولو ۱۰۸ کارخونې فعالیت کوي چې هره ورځ نږدې ۱۲ زره جوړې بوټونه تولیدیږي.
همراز زیاتوي چې اوسمهال د بوټونو صنعت مخ پر ښه کېدو دی او په دې برخه کې بلخ ۸۰ سلنه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
هغه وایي: «د ژمي په اوسني موسم کې په مزارشریف ښار کې دولس زره ډول، ډول بوټونه تولیديږي چې د کورني بازار اتیا سلنه اړتیا یې پوره کوي او خلک هم له کورني تولیداتو څخه اوس ډېره ګټه اخلي.»
په همدې حال کې د بوټونو تولیدوونکي وایي، د ژمي موسم په رارسېدو سره یې کارونه غوړېدلي خو له حکومته غواړي چې پر خامو موادو دې ګمرکي مالیه کمه کړي.
په مزارشریف ښار کې د محمدصابر په نوم د بوټونو تولیدونکی وایي چې له څو لسیزو راهیسې بوټونه تولیدوي او اوس هم د بوټانو د تولید سربېره، څپلۍ، کلوشې، کمربندونه او دې ته ورته نور شیان جوړوي.
هغه وایي: «د ژمي موسم په راتګ سره مو تولیدات ډېر شوي، موږ بېلابېل ډوله بوټان، څپلۍ، ماسۍ او نور د پوښاک توکي جوړوو، له دولته مو غوښتنه دا ده چې ګمرک کې د پر خامو موادو تعرفه کمه کړي.»
د محمدرفیع په نوم د بوټونو یو بل تولیدونکی بیا وایي چې هېواد کې تولیدونکي بوټونه په ښه کیفیت جوړېږي، بیه یې ټیټه ده او هم ورځ تر بلې یې خلک ډېر استفاده کوي.
هغه له هېوادوالو وغوښتل څو له افغاني تولیداتو څخه په استفادې د صنعتکارانو او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ وکړي.
ورته مهال، د مزارشریف ښار اوسېدونکي وایي، کورني تولیدات د ښه کیفیت ترڅنګ په ارزانه بیه تمامېږي.
د روزعلي په نوم د مزارشریف ښار یو اوسېدونکی وایي: «زموږ ډېری هېوادوال له بهرنیو بوټونو ګټه اخلي چې په یوه میاشت کې یې تلي مات وي او ژر شلېدلي وي؛ نو ښه به دا وي چې له وطني بوټونو څخه استفاده وکړي.»
هغه دغه راز وایي: «بهرني بوټونه که په مغازه کې ۱۵۰۰ افغانۍ بیه ولري، یو کال دوام نه کوي؛ خو وطني بوټونه، چې هم ارزانه دي، ښه کیفیت لري او تر ډېره دوام کوي، نو خلک باید د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره ترې ګټه واخلي.»
بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ چارو رییس امیرمحمد متقي وایي، د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوب دی او له ټولو صنعتکارانو او سوداګرو سره هراړخیزه همکاري کوي.
د نوموړي په وینا، پخوا به ډېر بېکیفیته توکي هېواد ته واردېدل؛ ځکه د هېواد دننه تولیدات نه وو، خو په وینا یې اوس افغانستان خپله باکیفیته تولیدات لري او کولای شي له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.
د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ لویې او وړې کارخونې فعالیت لري چې څه د پاسه ۳۰ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP