Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: د غوږونو درد خپل‌سرې درملنه خطرناکه ده

فېرزوکوه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د غوږونو درد د پیاز په اوبو، ګرمو غوړیو او نورو دودیزو لارو درملنه کوي، خو ډاکټران دغه کار خطرناک بولي او سپارښتنه کوي چې د غوږونه د درد پر مهال باید روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.

دغه کسان په دودیز ډول د غوږونو د درد درملنه له روغتیايي مرکزونو د لرې‌والي او اقتصادي ستونزو له امله بولي او وايي چې د غوږ د درد په ګډون د ځینو عادي ناروغیو درملنه په دودیز ډول په خپلو کورونو کې کوي او ځینې مهال په خپل‌سرې توګه له درملتونه درمل اخلي.

د غور د فېروزکوه ښار اوسېدونکې ساره پژواک ته وايي: «موږ تل خپل عادي ناروغان ډاکټر ته نه بیایو، د زوی مې چې غوږونه خوږیري، ژیړ غوړي ګرمووم او په غوږ کې یې ورڅڅوم، بیا ښه کېږي.»

ساره وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د ناروغېدو پر مهال ډېر لږ ډاکټر ته مراجعه کوي.

د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ واسېدونکې مریم وايي چې د ماشوم یې غوږ درد کاوه، خواښې یې ورته وویل چې د پیاز په اوبو د ماشوم د غوږ درملنه وکړي.

هغې زیاته کړه، خواښې یې پر دې باور ده چې طبي درمل له کیمیاوي موادو جوړ شوي او د ماشومان غوږ ته زیان رسوي.

خو هغه وايي چې پر دې سربېره چې د پیاز اوبه یې د ماشوم پر غوږ ښې ونه لګېدې، بلکې درد یې نور هم زیات کړ او مجبوره شوه چې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د هغې په خبره، ډاکټرانو وویل چې که ماشوم یې روغتون ته نه وای بېولی، نو ښايي د میکروب له امله د ماشوم د غوږ پردې ته زیان رسېدلی وای او د اورېدو ځواک یې له لاسه ورکړی وای.

په همدې حال کې، د دولت‌اباد ولسوالۍ د شینبه کلي اوسېدونکې راضیه وايي چې د دوی په کلي کې له پخوا راهیسې خلک د غوږ درد په دودیز ډول درملنه کوي او اوس هم له کورنۍ او خپل‌سرې درملنې استفاده کوي.

هغې زیاته کړه چې د زوی یې غوږ خوږېده او د کورنۍ د مشرانو په لارښونه یې د ماشوم په غوږ کې نصوار واچول چې دغه کار د ماشوم د غوږ د میکروبي کېدو لامل شو.

د هغې په خبره، د خواښې یې له یو څه اوړو سره نصوار ګډ کړل او د ماشوم په غوږ کې یې کېښودل.

نوموړې د دې په اړه چې ولې له داسې طریقو استفاده کوي او ناروغ ډاکټر نه بیایي، وویل: «موږ د درملنې پیسې نه‌لرو، تر روغتیایي مرکزه تلل پیسو ته اړتیا لري موږ یې نه‌لرو، په ژمي کې خو بیا تګ راتګ ډېر ستونزمن وي.»

ورته مهال، ډاکټران وایي چې په خپل سر درملنه ان د عادي ناروغانو لپاره خطرناکه کېدای شي.

غور کې د غوږ او ستوني جراح او متخصص ډاکټر محمدشریف قاضي‌زاده په دې اړه پژواک ته وویل چې له ډېر پخوا راهیسې د دغه ولایت په ځانګړي ډول د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکي د غوږونو د درد لپاره له سنتي طریقو استفاده کوي.

هغه زیاته کړه: «د کلیو اوسېدونکي د جدي تشخیصونو د وېرې، د درملنې په سیستم نه باور، روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي او د لارو د خرابوالي له امله روغتایي مرکزونو ته له مراجعې ډډه کوي.»

نوموړي د غوږ د درد په ګډون د ټولو ناروغیو خپل‌سرې درملنه خطرناکه وبلله او وایي چې د دې ستونزې د حل په موخه اړتیا ده چې د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شي څو د هغو له خطراتو خبر شي او په راتلونکي کې داسې اقدام ونه‌کړي.

ده له کورنیو غوښتنه وکړه چې د نورو خطرونو د مخنیوي لپاره، د خپلو ناروغانو له خپل‌سرې درملنې ډډه وکړي او خپل ناروغان روغتیایي مرکزونو ته ولېږدوي.

ورته مهال، د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې دوی د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او روغتیایي مرکزونو کې معالج ډاکټران لري چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه کوي.

د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق هم د غوږ د درد په ګډون د ټولو ناروغیو خپل‌سرې درملنه ناسم او خطرناکه بولي.

هغه وایي: «په ټولو ولسوالیو کې ډاکټران شته چې په عمومي ډول ناروغانو ته رسېدنه کوي، د ګوش‌وګلو او لومړنیو خدماتو په ګډون ورته خدمتونه وړاندې کوي.»

د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې دوی هڅه کوي څو د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د غوږ او ستوني ډاکټرانو په ګومارلو سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.