کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳): تېره اونۍ، اسلو او کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، چین وویل چې له کابل سره یې اړیکو کې ښهوالی راغلی او د امنیت شورا کې په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې وښودل شوې، خو ا.ا وویل چې داعش افغانستان کې ځواک نه لري.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د امنیت شورا غونډه: داعش د افغانستان، سیمې او نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی
- ا.ا: داعش په افغانستان کې هيڅ ځواک نهلري.
- د رونټیا نړۍوال سازمان: افغانستان له فساد سره د مبارزې برخه کې د تېر کال په پرتله درې درجې ښه شوی
- ا.ا: د رونټیا سازمان په راپور کې د افغانستان په اړه قضاوت ناسم دی
- اسلو او کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
- ملا عبدالغني برادر د قطر له لومړي وزیر سره پر اقتصادي اړيکو خبرې وکړې
- چین: له کابل سره مو په اړیکو کې ښهوالی راغلی دی
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، تېره اونۍ د دغه ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخې ته د یوه ځانمرګي برید له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي. دغه راز، د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، کابل کې د دغه وزارت په دروازه کې یو بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر اړوند سیمه کې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال یوه جومات ته د لاسي بم غورځولو له امله لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د امنیت شورا غونډه کې د داعش په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، امنیت شورا کې داعش د افغانستان، سیمې او نورو هېوادونو لپاره ګواښ وبلل شو، چین د منځنۍ اسیا او شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د امنیتي ستونزو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي او روسیې هم ویلي چې د افغانستان وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي.
اسلامي امارت د امنیت شورا ناستې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو: «داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه دی، کوم قوت هم نه لري، ځپل شوی او نور د افغانستان لپاره ګواښ نه بلل کېږي.»
هغه زیاته کړې وه، دا چې د سيمې په کچه د داعش تبعات څومره دي، پر اسلامي امارت پورې اړه نه لري، خو باوري دی چې په افغانستان کې داعش ګواښ نه دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا ناسته کې ویلي چې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او په پاکستان کې دا ډله وسلهوال نه استخداموي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د ملګرو امنیت شورا ته د پاکستان د دایمي استازي هغه تورونه ردوي او بېبنسټه یې بولي چې ګواګې له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.
سرچینه زیاتوي: «نړۍوالې ټولنې ته ډاډ څرګندوو چې په افغانستان د داعش او یا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي او عملاً د افغانستان له خاورې هيڅ هېواد ته هيڅ ډول خطر نه دی رامنځته شوی، که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه کېږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې را اوښتي وي.»
افغانستان کې له فساد سره مبارزه
تېره اونۍ، د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې راغلي، افغانستان د عامه یا دولتي سکټور د فساد برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۶۵ ځای خپل کړی چې د تېر کال په پرتله درې درجې کښته راغلی دی.
د یاد راپور له مخې، افغانستان د دغه سازمان «د فساد د ادراک شاخص» له ۱۰۰ نومرو ۱۷ نومرې اخیستې چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳ نومرې کمې دي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي چې د یاد سازمان په راپور کې د افغانستان په اړه قضاوت ناسم او یو طرفه دی او دوی یې ردوي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې پاخه او کوټلي ګامونه اخیستل شوي، د فساد کچه صفر ته نږدې شوې او د حکومتولۍ سیسټم له فساده پاک شوی دی.
له چین، ناروې او قطر سره د ا.ا اړیکې
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ناروې له شارژدافیر «پيرالبرټ الساس» سره په لیدنه کې له نړۍوالو سره پر مثبت تعامل ولاړو اړیکو د هرکلي ترڅنګ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې وکړې او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې له افغانانو سره په اقتصادي وده او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.
دغه راز، د رياستالوزراء د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسيع تېره اونۍ په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په ليدنه کې هیله څرګنده کړې چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کې خپلې هڅې ونه سپموي.
ده ویلي: «چین لومړنی هېواد و چې د اسلامي امارت سفیر یې ومانه او افغانستان ته یې خپل سفیر راواستاوه چې دا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښودنه کوي، هیله ده چې د چین ولسي جمهوریت د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه کې هم خپلې هڅې دریغ نه کړي.»
په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د چین او افغانستان مناسبات له پخوا ښه دي او له ۲۰۲۱ کال راوروسته په کې لا ښهوالی راغلی او هېواد یې په نړۍوالو سازمانونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اونۍ د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو او پانګونې خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، ملا عبدالغني برادر له محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د اقتصادي اړیکو او په خصوصي سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP