Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایرانی چارواکی: په ازادو سیمو کې د افغان پانګه‌والو ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳): د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان پانګه‌والو ملاتړ کوي او هغوی کولای شي چې د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.

د دانشجو اژانس راپور له مخې، د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي رضا مسرور ویلي چې د افغانستان په ګډون د بهرنیو پانګه‌والو هرکلی شوی او پانګه‌وال کولای شي چې دې سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې: «د سږ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې په ازادو سیمو کې ۱۲۵ میلیون او په ځانګړو سیمو کې ۱۳۱ میلیون یورو بهرنۍ پانګونه جذب شوې چې یوه برخه یې د عربي، منځنۍ اسیا او افغانستان پانګه‌والو پورې اړوند ده.»

یاد ایراني چارواکي ویلي چې ایران په دې وروستیو کې په تهران کې د افغانستان له سفیر سره له دغه هېواده د پانګه‌والو د جذب په اړه مذاکرات درلودل او افغانان په ځینو ازادو سیمو کې د پانګونې پروګرامونه لري.

د یادونې ده، ایران د کیش، قشم، چابهار، انزلي، ارس، اروند او ماکو په ګډون اووه ازادې سوداګریزې سیمې لري.

څه موده مخکې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ایراني له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې او موخې ته د رسېدو لپاره باید خنډونه له ‌منځه یووړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.