Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوراحمد اغا: له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.

د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې ازبېکستان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې د یاد بانک سرپرست نوراحمد آغا د ازبېکستان د مرکزي بانک له ريیس تیمور اشمتوف سره لیدلي.

د یادونې ده، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی پرون له کابله د ازبېکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ازبېکستاني پانګه‌والو د پانګونې جذب دی چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې اترې وکړي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لېږدونو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست د هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا ګټوره یاده کړه او ویې ویل چې له ازبېکستان هېواد سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د بانکي سکټور په برخه کې رغنډه اړیکې ولري او په دې وسیله د افغانستان د بانکي سکټور په برخه کې په ملي او نړۍواله کچه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ازبېکستان مرکزي بانک رییس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکټور رول د خورا ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې دوه اړخیزه همکاري مهمه وبلله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.