هرات (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د لوی جامع جومات - چې د تېر کال په ویجاړوونکې زلزله کې زیانمن شوی و – د بیارغولو چارې ۷۰ سلنه ترسره شوې دي.
د هرات لوی جامع جومات چې په ابی جومات هم مشهور دی، د نړۍ په کچه یو له لویو جوماتونو ګڼل کېږي؛ دغه تاریخي او مقدسه ودانۍ د قراني ایتونو، نبوي حدیثونو او عرفاني شعرونو په کتیبو، اووه رنګه کاشیو، ګلدستو او پر کاشیو مزینو طاقونو تزیین شوې ده.
یاد جومات د څلورو تزیین شوو طاقونو او ۱۲ ګلدستو - چې لوړوالی یې له ۱۷ تر ۳۵ متره دی - په لرلو سره ځانګړی ښایست لري؛ ګلدستې د اذان غږ رسولو په موخه جوړې شوې او د اووه رنګه کاشیو کارونه د یاد جومات د معمارۍ یوه بېله ځانګړنه ده.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په وینا، که څه هم یاد لوی جومات د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو طبیعي، اقتصادي او سیاسي بدلونونو سره مخ شوی خو د تېر کال د تلې میاشتې زلزلې له امله یې څه باندې ۷۰ سلنه برخه زیانمنه شوې چې اوسمهال یې د بیارغولو کارونه روان دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ابدو د ساتنې او رغونې برخې امر حافظ رقیبالله رضواني پژواک خبري اژانس ته وویل، د هرات لوی جامع جومات د فیروزهیي کاشیو په درلودو سره نه یوازې مذهبي جاذبه ده، بلکې یو ارزښتناک فرهنګي میراث دی چې هر کال زرګونه داخلي او خارجي سیلانیان جذبوي.
هغه زیاته کړه، ټولو طاقونو، په ځانګړې توګه د جومات ختیځ طاق د تېرو کلونو زلزلو له امله ډېر زیان لیدلی خو اوس یې د زیانمن شوي طاق رغولو کارونه بشپړ شوي او د نورو برخو د رغولو چارې دوام لري.
نوموړي وویل، د یاد جومات له ۱۲ ګلدستو اووه یې ډېرې زیانمنې شوې چې تر اوسه یې د بیارغونې کارونه نه دي بشپړ شوي.
د رضواني په خبره، هره ورځ د یادې پروژې په بېلابېلو برخو کې لسګونه کارکوونکي په کار بوخت دي او تر اوسه یې د بیارغونې ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې دي.
هغه دغهراز څرګنده کړه چې د زلزلې له کېدو تر اوسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره بودجه د دغه جومات بیارغونې برخه کې لګول شوې او مخکې له دې د جومات د نورو برخو پر رغونه هم لګښتونه شوي دي.
د تېر کال د تلې په ۱۵مه هرات د ريښتر ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاوه، له هغه وروسته هم ډېرې زلزلې وشوې چې په پایله کې یې د دغه ولایت خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
له دې پرته، تاریخي ابدې لکه د اختیارالدین کلا، د هرات جامع جومات، ګازرګاه، د دغه ولایت منارونه چې تاریخي او مهمي ابدې دي او له نړۍوال شهرته برخمنې دي، تخریب او یا هم زیانمن شوي دي.
ورته مهال، کاشيجوړوونکي عليمحمد صبوري چې خپل څه باندې نیم عمر یې د هرات د جامع جومات لپاره د خټینو کاشیو جوړولو کې تېر کړی او اوس هم له خپلو کارګرو سره د کاشیو پر جوړولو بوخت دی، د دې ودانۍ پر تاریخي ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ.
هغه وایي چې د زلزلې له امله د هرات د جامع جومات ډېره برخه تخریب شوې او په هرات کې د معنوي او تاریخي ارزښت له پلوه بله هيڅ یوه ودانۍ له دغه جومات سره برابره نه ده.
د هغه په خبره، دغه جومات چې ډېر زیان یې لیدلی، د هغه تزیني برخې او کاشیانې دي او باید دې برخې ته یې ډېره پاملرنه وشي؛ ځکه چې دا جامع جومات خپل ځانګړی تاریخي ارزښت لري او د کاشي او تزین برخه کې هم چې په ډېری طاقونو او ګلدستو کې یې کاشۍ کار شوې، بیا هم مرمت کولو ته اړتیا لري.
بلخوا، د هرات د جامع جومات بیارغولو او ترمیم مسوول عزیزاحمد رسولي وویل چې اوسمهال اتیا کارګر په پنځو برخو کې، لکه توږلو، کاشۍ لګولو، د ډبرو فرشولو او نورو برخو کې په کار بوخت دي.
نوموړي وویل، د جومات د ترمیم کارونه اوس عادي روان دي؛ ځکه د وخت تېرېدو او زلزلې له امله یې ډېرې برخې تخریب شوې چې ښایي له توږنې وروسته یې بڼه لا ښه او روښانه شي.
د یادونې ده، د هرات جامع جومات په لومړیو کې له لرګیو جوړ و، افغانستان ته د اسلام له راتلو څلور سوه کاله وروسته وسوځېد، دغه جومات ۸۵۰ کاله مخکې د سلطان غیاثالدین غوري د حکومت پر مهال په اوسنۍ بڼه جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP