جلالاباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې په ننګرهار کې یو کس وژل شوی او خوست ولایت کې د کور چت نړېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نازیانو ولسوالۍ اړوند سروبي سیمه يو کس د خپلې ورېندار د وروڼو له لوري له ورېندار سره د نامشروع اړیکو درلودو په تور وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د وژل شوي کس ورېندار کونډه وه او دغه کس یې کور ته ورغلی و چې وروڼه یې پرې شکي شوي او وژلی یې دی.
هغه وويل، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته په وخت رسېدلي چې د پېښې په تړاو شپږ مشکوک کسان نیولي دي.
د شهاب شینواري په نوم یو ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې یاد کس د یوې کونډې ښځې وروڼو وژلی خو علت یې ورته معلوم نه دی.
دغه راز، د یو بل خبر له مخې، خوست کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله يوه اته کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی.
د خوست والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولايت د سپېرې ولسوالۍ د غورمې رازغي کلي کې شوې.
نوموړي وويل، د ياد کور د خونې چت د باران د زيات ورښت له امله لویدلی چې له امله يې ياد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP