Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نیمروز امنیه قومانداني: تېره میاشت ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور ۳۵۰ کسان نیول شوي
ارشیف

زرنج (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): نیمروز کې مسوولین په داسې حال کې په تېره میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د ۳۵۰ کسانو نیول کېدو خبر ورکوي چې یو شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو دغه هېواد ته تللي، ترخې کیسې لري او وايي چې باید د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیول شي.

له ایرانه یو شمېر رااړول شوي کسان وايي چې د انسان د قاچاق د بندیز فرمان له صادرېدو وروسته اوس هم د ورځې ډېر شمېر کسان د نیمروز له پولو په قاچاقي ډول ایران ته لېږدول کېږي.

د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د ابرېشم بندر له لارې ایران ته ځي او یا هېواد ته راستنېږي

د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ د ابرېشم بندر له لارې په منځني ډول له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کسان ایران ته ځي او یا هېواد ته راستنېږي.

نوموړی د کره شمېرې له ورکولو پرته وايي، له یاد شمېر کسانو یو شمېر بېرته راګرځي او یو شمېر نور په قانوني یا ناقانونه توګه ایران ته ځي.

د یو شمېر هغو کسانو ترخې کیسې چې له ناقانونه لارو کډوال شوي

د نیمروز اوسېدونکی ۲۸ کلن خان‌مراد چې په وروستیو کې له ایرانه بېرته هېواد ته را اړول شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، که پوهېدای چې له بد برخلیک سره به مخ کېږي، هيڅکله به یې کډوالۍ او هغه هم ناقانونه کډوالۍ ته مخه نه وه کړې.

هغه وايي، ایران ته له کډوالۍ مخکې یې د زرنج ښار په یوه نانوايي کې کار کاوه، چندان ښه عاید یې نه درلود او له اقتصادي ستونزو سره مخ و.

نوموړي په دې اړه چې څه ډول یې کډوالۍ ته مخه کړه؟ وویل: «ما نانوايي درلوده، خو عاید مې کم و، ملګرو مې ویل چې په ایران کې کار ډېر دی، ما د خپلې نانوايۍ او کور وسایل وپلورل، له قاچاق‌بر سره مې اړیکه ونیوه، له کورنۍ سره مې خطرناک سفر پیل کړ.»

د خان‌مراد په وینا، قاچاق‌بر ورته ویلي وو چې تر ایرانه څلور ساعته لار ده او دوی به په اسانه دغه هېواد ته ولېږدوي.

هغه چې اوښکې یې له سترګو روانې وې، زیاته کړه: «څنګه چې قاچاق‌بر ویلي وو، هغسې نه و، موږ پنځه ورځې شپې په وچه او سوځوونکې دښته، خاورینو تپو او له ۵۰ درجې پورته ګرمۍ کې پلې او موټر کې لا وهلې، په یوه وړوکي موټر کې ۳۰ کسان سپاره وو، ډېره بې‌رحمانه ده، ما په همدغه مسیر کې خپل درې اولادونه له لاسه ورکړل، د ډېرې ګرمۍ او تندې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه چې د ماشومان د له لاسه ورکولو وروسته ایران ته له تلو راګرځېدلی او بېرته هېواد ته راستون شوی، له اسلامي امارته غواړي چې ایران ته په قاچاقي ډول د خلکو د تګ مخه ونیسي؛ ځکه پر هغې لاره چې د دوه ماشومان مړه شول، نور ډېر ځوانان او سپین‌ږیري هم مړه شوي دي.

خو دا یوازې خان‌مراد نه‌ دی چې د کډوالۍ ترخه خاطره لري او له ډېر بد برخلیک سره مخ شوی، بلکه ۳۰ کلن علي‌احمد یو بل را اړول شوی ځوان دی.

هغه چې په نږدې وخت کې د ابریشم بندر له لارې په جبري توګه را اړول شوی وايي چې شپږ میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره له نیمروز ولایت څخه ایران ته په قاچاقي ډول تللی و.

بارکزی چې په وروستیو ورځو کې د هغه هېواد د پولیسو له لوري بېرته را اړول شوی وايي، اوس یې مېرمن او درې ماشومان په ایران کې پاتې دي او اوس له هغوی احوال نه لري.

هغه په ژړغوني انداز وايي: «د بې‌وزلۍ له امله اړ شوم د کډوالۍ ناقانونه لار غوره کړم، مخکې د دولت کارکوونکی وم، خو کله چې مې دنده له لاسه ورکړه، هيڅ څه مې پیدا نه ‌کړل، اړ شوم د یوه ملګري په مشوره کور وپلورم او اووه ورځې او شپې په ۵۰ درجې تودوخه کې سفر وکړم، څو ایران ته ورسېږم؛ خو اوس بېره خالي لاسونه راوګرځېدم، خپل کور مې له لاسه ورکړ.»

علي‌احمد له دغه وضعیت او د ځان او کورنۍ له نامعلوم راتلونکي ځوریږي او وايي چې د خپلو ستونزو لپاره د حل کومه لاره نه‌ ویني.

هغه زیاته کړه: «شپږ میاشتې مې د اوسپنې د تولید په یوه کارخونه کې کار وکړ، درې میاشتې معاش مې ترلاسه کړ، خو په درېیو وروستیو میاشتو کې د کارخونې مالک وویل چې له درېیو میاشتو وروسته ټول معاش به یوځای ورکړي، کله چې ما او نورو کارګرانو اعتراض وکړ، د کارخونې رییس موږ پولیسو ته وسپارلو.»

ورته مهال، له کابل ولایت څخه ۴۵ کلن سلام هاشمي یو له هغو کسانو دی چې تېره اونۍ له خپلې کورنۍ پرته له ایرانه راګرځول شوی، هغه هم ایران ته د ناقانونه کډوالۍ خپل تریخ داستان بیانوي.

نوموړي وویل: «قاچاقي مهاجرت د مرګ او ژوند ترمنځ پوله ده، زه د اسد په میاشت کې د نیمروز له وچو دښتو او غرونو کې له خطرناکو درو تېر شوم، موږ ۳۴ کسان په یوه موټر کې وو، کله چې تهران ته ورسېدو، احساس مو وکړ چې نوي زېږېدلي یو.»

هغه دغه ‌راز وایي چې په ایران کې د دغه هېواد د یو شمېر خلکو او پولیسو له خوا له ناسم چلند، شکنجې او توهین سره مخ شوی او بالاخره له دغه هېواده خالي لاس را وايستل شو.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ایران ته تللی و؟ وویل: «غیرقانوني کډوالي مې د ژوند تر ټولو سخت تصمیم و، له مجبورۍ پر دې لاره لاړم، زه اقتصادي ستونزو او بېکارۍ مجبور کړم.»

نوموړی چې د اتو اولادونو پلار دی وایي، هڅه کوي څو خپله کورنۍ بېرته له هغه هېواده راولېږدوي.

د ټولنیزو چارو کارپوه: قاچاقبران خلک په دوکې سره خطرناکو سفرونو ته برابروي

نیمروز کې د ټولنیزو چارو یوه کارپوه عبدالبصیر عظیمي پژواک ته وویل: «نیمروز له ډېرو کلونو راهیسې ایران ته د انسانانو د قاچاق د یوې اصلي لارې په توګه پېژندل شوی دی.»

د هغه په خبره، وروستیو کلونو کې د انسانانو قاچاق د پام وړ ډېر شوی چې له امله یې د ایران په سرحدونو کې ډېر تلفات درلودلي دي.

هغه وویل: «انساني قاچاقبران خلک په بېلابېلو دوکو سره په خطرناکو لارو بیایي، په داسې حال کې چې هغوی ته د لارې د سختوالي، خطرونو، لوږې او مړینې په اړه هيڅ ډول دقیق اطلاعات نه ورکوي.»

نوموړی هم ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د غیرقانوني لېږد د مخنیوي غوښتنه کوي.

سلواغې میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د سلګونو کسانو نیول کېدل

د نیمروز امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر مولوي ګل‌محمد قدرت وویل: «د نیمروز امنیه قومانداني د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان ته ژمنه ده او هيڅ قاچاقبر ته به اجازه ورنه کړل شي څو له دې وروسته انسانان قاچاق کړي او لاس په لاس یې وپلوري.»

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي منسوبین هڅه کوي څو داسې کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

هغه وایي: «د نیمروز امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې په دغه ولایت کې د انسانانو د قاچاق په تور ۳۵۰ کسان نیولي دي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیول شوو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.