Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیايي مسوولین: پکتیا کې د شري ناروغي ډېره شوې ده

ګردېز (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۳): د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي چې د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه ډېره شوې ده.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج‌ګل عادل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو دوو مياشتو کې د شري ناروغۍ ۴۴ پېښې ثبت شوې وې خو د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو مياشتو کې ۱۱۹ پېښې ثبت شوې چې ۶۰ سلنه ډېروالی ښيي.

هغه زیاته کړه چې په ماشومانو کې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او محوې لپاره يې لرو پرتو سيمو ته خپل روغتيايي ټيمونه لېږلي او په ياده موده کې یې تر ۲۵۰۰ ډېرو ماشومانو ته د شري واکسين تطبيق کړی دی.

د نوموړي په خبره چې د شري پر ناروغۍ اخته ټول له ۱۴ کلنۍ کم‌عمره ماشومان دي.

د ماشومانو برخې متخصص ډاکټران بيا شری يوه ويروسي ناروغي يادوي او د مخنيوي لپاره يې واکسين تر ټولو غوره لار بولي.

د پکتيا د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر ادم‌خان ابراهيمي وايي، يو ماشوم چې کله د شري پر ناروغۍ اخته کېږي، تر ټولو ډېر تاثیر يې په سترګو، خولې، هضمي او تنفسي سيستمونو باندې کوي.

هغه وویل چې د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته بايد ښه او نرمه غذا او ويټامين اې ورکړل شي.

د نوموړي په خبره، که کوم ماشوم ياده ناروغي ولري او ډېره تبه یې وي، بايد په ګرم ځای کې ونه ساتل شي.

ورته مهال، د پکتيا يوه اوسېدونکي حاجي نعيم چې خپل ماشوم يې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې بيستر کړی وايي چې د بسترونو د کموالي له امله پر بېلابېل ډول ناروغيو اخته ماشومان په يوه خونه کې ساتل کېږي.

هغه وويل، د دې لپاره چې شری ساري ناروغي ده، نو بايد ناروغان یې په ځانګړو اتاقونو کې بستري شي.

د پکتيا يوه بل اوسېدونکي بشير هم پژواک ته وويل چې د ماشومانو څانګې بيسترونه کم دي او په هر بستر کې دوه يا درې ماشومان بيستر وي چې يو بل ته د ناروغيو انتقال ډېر اسانه کېږي.

دغه راز، د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولينو له خلکو غوښتنه وکړه چې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونيسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.