کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، برېتانیا او اوکراین د کیېف دفاعي وړتیاوو د ملاتړ لپاره د ۲،۲۶ میلیارد پونډو په ارزښت د پور دوه اړخیز هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د برېتانيا حکومت تېره شپه ناوخته (شنبه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دغه هوکړهليک د برېتانيا د ماليې وزيرې ریچل ریوز او د اوکراين د ماليې وزير سرګي مارچینکو ترمنځ لاسليک شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه پور په بشپړ ډول د اوکراین د پوځي وړتیاوو پیاوړې کېدو لپاره وقف شوی او ټاکل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د روسیې د حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د ګټې له لارې بېرته ورکړل شي.
د برېتانيا حکومت زياته کړې، دغه پور به په بشپړ ډول د اوکراين د دفاعي پياوړتيا په موخه د پوځي اکمالاتو لپاره ځانګړی شي او تمه کېږي چې لومړۍ برخه یې د راتلونکې اونۍ له بودجې دغه هېواد ته ورکړل شي.
د برېتانیا د مالیې وزیرې ریچل ریوز ویلي: «دا بودجه د اوکراین وسلهوال ځواکونه پیاوړي او اوکراین به د جګړې په یوه مهم پړاو کې د امکان تر بریده په پیاوړي موقعیت کې واقع کوي.»
د یادونې ده، د دغه پور د تړون اعلان د برېتانيا د درې ميليارد پونډه کلنۍ ژمنې سربېره اوکراين ته د پوځي مرستو برابرولو لپاره دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP