کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي او د «اکشنایډ» موسسې رییس سری کانتا میسرا ترمنځ تېره ورځ کابل کې لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه د ۶۹۴ زره او ۴۲۸ امریکایي ډالرو په ارزښت کابل او غور ولایتونو کې ۱۷۴۰ کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشي.
د یادونې ده، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې سلواغې میاشتې په ۳۰مه هم د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره د ۷۰۹ زره او ۷۱۵ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP