کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د المان پولیسو یو ۲۶ کلن افغان د دغه هېواد په ختیځ کې مګدبورګ ښار ته نږدې په ډزو وژلی دی.
العربیه نیزو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی پرون د پولیسو له لوري په ډزو کې ټپي شوی او څو ساعتونه وروسته د ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی دی.
د المان پولیسو ادعا کړې چې یاد کس د چاقو په وسیله امنیتي مامورینو ته ګواښ کړی و.
خو سرچینې په دې اړه ډېر جزییات نهدي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP