منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د المان پولیسو له لوري په ډزو کې یو افغان وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۹۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د المان پولیسو یو ۲۶ کلن افغان د دغه هېواد په ختیځ کې مګدبورګ ښار ته نږدې په ډزو وژلی دی.

العربیه نیزو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی پرون د پولیسو له لوري په ډزو کې ټپي شوی او څو ساعتونه وروسته د ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی دی.

د المان پولیسو ادعا کړې چې یاد کس د چاقو په وسیله امنیتي مامورینو ته ګواښ کړی و.

خو سرچینې په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي.