کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وځنډېدې او وروسته د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته هم امر وشو چې د نجونو او ښځو لوړې زدهکړې تر بل امره پورې وځنډوي.
د اسلامي امارت چارواکو د نجونو زدهکړو او تحصیل ځنډولو پر مهال اعلان کړی و چې د دې موضوع هواري لپاره پر یوې طرحې کار کوي او تر بشپړېدو وروسته به یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو لپاره د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي، خو د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو لا هم دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
د پژواک موندنې ښيي چې له ښوونځي او پوهنتونه پاتې یو شمېر نجونو له روحي زیانونو بیا د زدهکړو تر بریالیتوبونو پر نوو لارو مزلونه کړي دي؛ له تحصیلي ناهیلیو د زدهکړو نوو فرصتونو تر پیدا کولو پورې وړاندې تللې، پر خپلو فردي هڅو او پلان جوړولو سره یې دیني زدهکړې، بهرنۍ ژبې، د بیان فن، د میناتورۍ هنر، د نقاشي، خطاطي او نور مهارتونه زده کړي او د ښوونځي او پوهنتون درسونو د تکرار ترڅنګ یې د ځان د پرمختګ او ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
له روحي ستونزو د زدهکړو برخه کې تر بریالیتوبونو
د کابل ښار اوسېدونکې نبیلا وهابزاده وايي چې د لوړو زدهکړو موسسو کې د نجونو زدهکړو له ځنډېدو مخکې د غاښونو طب محصله او د خپل ټولګي اولنومره وه.
د هغې په وینا، د لوړو زدهکړو ځنډېدو په لومړیو ورځو کې له رواني او روحي اړخه ډېره زیانمنه شوې وه؛ احساس یې کاوه چې وخت ولاړ دی او هیڅ نه تېرېږي.
وهابزاده زیاتوي: «د شپې مې خوب نه درلود، د ورځې مې د کار لپاره هيڅ انګیزه، چېرته د تګ او ان له شاوخوا کسانو سره مې د خبرو حوصله نه درلوده، خو له څه مودې وروسته مې له ځان سره پرېکړه وکړه چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړم او د ځان پرمختګ لپاره نوې لارې پیدا کړم.»
د هغې په وینا، په لومړي ګام کې یې ځان ته یو پلان جوړ کړ؛ د تېر کال درسي کتابونه یې ځان سره تکرارول، وروسته د غاښونو په یوه کلینیک کې د ټریني په توګه په کار بوخته شوه او وروسته یې د انګلیسي ژبې په یوه کورس کې هم نوملیکنه وکړه.
نبیلا زیاتوي: «په یوه کال کې مې د انګلیسي ژبه ښه زده کړه، ورسره هممهاله مې د پوهنتون درسونه تکرارول، وروسته مې پام شو چې د محصلو نجونو لپاره یو انلاین پوهنتون جوړ شوی، اوس په دغه پوهنتون کې د ستوماتولوژي برخې د اووم سمسټر محصله یمه.»
هغه چې اوس هم هیلهمنه ده چې پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه به ژر پای ته ورسېږي، له نورو نجونو غواړي، تر هغو چې دغه محدودیتونه لري کېږي، له وخته ښه استفاده وکړي او له هرې لارې چې امکان وي، زدهکړې وکړي.
له ښوونځي د محرومیت له ناڅاپي ټکانه بیا د زدهکړو د دوام لپاره تر هڅو
ورته مهال، په کابل ښار کې یوه بله نجلۍ هاجره چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډېدو له اعلان مخکې د قلعه زمانخان د نجونو لېسه کې د دوولسم ټولګي زدهکوونکې وه، وايي: «دغه اعلان ډېره ناهیلې کړم، سخت ټکان یې راکړ؛ ځکه زه د ښوونځي درسونو ترڅنګ کانکور ته د چمتووالي کورس ته هم تلم، هیله مې درلوده خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړم.»
خو هاجره وايي چې دې هم د زدهکړو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او په وروستیو شاوخوا درېیو کلونو کې یې د قرانکریم د تجوید، انګلیسي ژبې او کمپیوټر کورسونه بشپړ کړي او اوس د قرانکریم پر حفظ او خطاطۍ بوخته ده.
هغه چې هیلهمنه ده ډېر ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، له ښوونځي او پوهنتونونو له پاتې نجونو غواړي چې د ځانونو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي.
د یادونې ده، د نبیلا او هاجرې په څېر په کابل ښار کې ډېرو نجونو په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو مهارتونو زده کولو ته دوام ورکړی او د روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي.
په کور کې له کېناستو بیا په هنر او لیکوالۍ کې تر نوښته
د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې سارا زوري وايي، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو مخکې د کانکور ازموینې له لارې د دغه ولایت د دولتي پوهنتون ساینس پوهنځي ته بریالۍ شوې وه خو د لوړو زدهکړو موسسو کې د نجونو د زدهکړو ځنډېدو له امله په کور کېناسته.
هغې زیاته کړه: «د نجونو د زدهکړو ځنډېدو خبر ما ته سخته روحي ضربه راکړه، خو له څه مودې وروسته مې ځان ته پلان جوړ کړ، د هغه له مخې مې یو کتاب چې لس رښتیني داستانونه لري، ولیکه او دغهراز، د نقاشۍ هنر او د شعر دکلمه مې هم زده کړل.»
سارا خپلو نقاشیو او انځورونو ته په اشاره چې ټول قلمي دي، وویل: «د ښوونځي له پنځم ټولګي مې له نقاشۍ سره مینه وه، په کور کې په لږ لږ تمرین سره له بېلابېلو نقاشیو او رنګونو سره بلده شوم خو دا چې په وروستیو درېیو کلونو کې اوزګاره وم، په دې برخه کې مې ډېر څه زده کړل.»
هغه چې په دې درېیو کلونو کې یې کومې لاستهراوړنې درلودې، ښه احساس لري او وايي: «افغان نجونې باید ستونزو ته تسلیم نه شي؛ ان په کورونو کې دې هڅه وکړي څو په راتلونکي کې هغه ځای ته چې هیله یې لري، ورسېږي.»
سارا وايي، اوسمهال د قرانکریم او انګلیسي ژبې زدهکړې هم کوي.
له محدودیتونو سره سره د طب برخه کې د زدهکړو د دوام لپاره هڅې
۱۹ کلنه ستاره بارکزۍ د زرنج ښار بله اوسېدونکې ده چې د خپل ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي.
هغه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې وه خو کله چې له ښوونځي پاتې شوه، د خپلو درسونو تکرار ته یې مخه کړه او سره له دې یې په انلاین کورسونو کې هم نوملیکنه وکړه، اوس له دې لارې د انګلیسي، عربي او د بیان فن زدهکړې کوي.
هغې زیاته کړه: «شاید په دې درېیو کلونو کې مې لاستهراوړنه ډېره نه وي خو تر کوم ځایه مې چې کولای شول، له انلاین کورسونو مې ګټه واخیسته، خوښېږي مې چې بېکاره ونه اوسم او له وخته ښه ګټه واخلم، هڅه کوم خیاطي هم زده کړم.»
هغه چې ویل یې ټوله لېوالتیا یې زدهکړې کول او خپلې لویې هیلې ته رسېدل؛ یعنې د طب څانګه کې د زدهکړو دوام ده، هیله لري چې دا او نورې ټولګیوالې یې خپلو هیلو ته ورسېږي او د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ پرانیستل شي.
د میناتورۍ هنر زدهکړې ته مخه کول
د هرات ښار اوسېدونکې بهار انوري چې مخکې یې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضیاتو څانګه کې زدهکړې کولې، وايي چې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د محدودیتونو له وضع کېدو وروسته د نجونو په یوه ښوونځي کې شپږمو ټولګیو ته ریاضي تدریسوي.
هغه وايي، د دې ترڅنګ یې د میناتورۍ هنر زده کولو ته مخه کړې او په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی.
هغې وویل، غواړي چې نورو نجونو ته هم د میناتورۍ هنر ور زده کړي.
کارپوهان د زدهکړو نوو فرصتونو ته د نجونو مخه کول ستایي
د ښوونیزو چارو کارپوه عبدالله کاکړ نثاري پژواک خبري اژانس ته وویل، د نجونو پر تعلیم او تحصیل لګول شوی محدودیت دایمي نه دی او هرومرو به د هغوی پر مخ د زدهکړو دروازې خلاصېږي.
هغه زیاته کړه: «یادو نجونو چې له خپل اوزګار وخته مثبته ګټه اخیستې او نورو زدهکړو ته یې مخه کړې، ډېره ښه خبره ده، هغه نجونې چې د ځان لپاره پلان لري، دا ورته یوه لویه بریا ده.»
د هغه په خبره، هغه نجونې چې په انلاین بڼه زدهکړې کوي، سره له دې چې زدهکړه کوي، تحصیلي سندونه هم ترلاسه کوي.
نوموړی له نورو نجونو هم غواړي چې خپل وخت د علم، پوهې او کسب پر زده کولو کې تېر کړي.
د دیني چارو کا رپوه قاضي محمدحسن حقیار وايي چې عصري او دیني زدهکړې د هرې ټولنې مهمې اړتیاوې ګڼل کېږي او پرته له پوهې او زدهکړې د دنیا او اخرت بریا شونې نه ده.
هغه زیاته کړه، دا چې نجونو بېلابېلو زدهکړو ته مخه کړې، ډېر ښه کار دی او باید ټولې کورنۍ هڅه وکړي چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي او خپلې لوڼې بېلابېلو زدهکړو ته وهڅوي.
د هغه په خبره، دا د حکومت دنده ده چې په دې برخه کې ګام پورته کړي او په ټولو تعلیمي او تحصیلي موسسو کې د نجونو د زدهکړو زمینه برابره کړي.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولینو نظر هم ترلاسه کړي خو د ځواب په اخیستو بریالی نه شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP