Language

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله ټایلینډ ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار ټایلینډ ته ولاړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار ټایلینډ ته ولاړه او هلته به یادو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه تمریني کمپ ترسره کړي.

سرچینې ویلي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په C  ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره لوبېږي.

دغه راز په A ګروپ کې ټایلند، کویت، لبنان او هند، په B ګروپ کې جاپان، چین، سعودي عربستان او عراق او په D ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزیا او ویتنام شامل دي چې له ۱۶ ګډون‌کوونکو ټیمونو به درې ټیمونه د ۲۰۲۵ نړۍوال جام ته لار ومومي.

د فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې، محمدجان محمدي، امید حیدري، سیمع‌الله محمدي، امید همایون، مرتضی جعفري، سمیر نظري، اکبر بهادري، ابوسینا حسن‌زاده، فهیم حیدري، سعید سیاسي، هارون نظري او هدایت‌الله نظري هغه لوبغاړي دي چې په اسیا جام سیالیو کې به په افغان لوبډله کې ولوبېږي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه په ټایلینډ کې پیل شي.