جلالاباد (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې دغه ریاست روان کال څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلي دي.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمدولي محسن نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د دغه ریاست په چارو کې پرمختګ د دې لامل شوی چې د تورخم دروازې په تړل کېدو هم دغه ولایت کې د کرنيزو او نورو خوراکي توکو په بیو کې تر ډېره لوړوالی رانشي.
هغه وویل چې د ۱۴۰۳ مالي کال په اوږدو کې یې ۸۷ میلیونه او ۱۵۸ زره او ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ۳۶ میلیونه افغانۍ د ځمکو اجارې، اراضۍ، ځنګلاتو او مېوو له درکه او ۵۱ میلیونه افغانۍ د مرکز او ۲۲ ولسوالیو له عشر او زکات څخه عواید راټول شوي دي.
د کرنې رییس همدا راز وویل، د کرنې ریاست د عوایدو راټولولو پروسه د عدالت او شفافیت پر بنسټ مخته ځي او ژمن دي چې هر بزګر او مالدار ته اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه: «مخکې به چې يو ورځ د تورخم دروازه بنده شوه، نو د ولس اوازونه به تر کوم ځای رسېدل، اوس دا دی شاوخوا ۱۹ ورځې شوې، تورخم لاره بنده ده، هېڅ سودا کې اغیز نه دی پرېوتی، دې نه دا معلومېږي چې موږ مخ په پورته روان يو.»
د کرنې رييس وويل، چې سږکال د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره پر ۱۵۹زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرل شوی چې ټاکل شوې ۱۷۵ زره او ۳۹۰ مټرېک ټنه حاصلات به ترې راټول شي.
دی زیاتوي چې ۴۶ زره او ۵۲۱ بزګرانو ته يې په ۲۲ ولسوالیو کې ۲۰۰۰ مټرېک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وينا، اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د باران د اوبو د ذخیره کولو او للمي ځمکو ته د اوبو د چمتو کولو په موخه په ۲۲ ولسواليو ۳۰ دانې د اوبو چیکډیمونه جوړ شوي دي.
هغه دا هم وويل چې په ګڼو ولسواليو کې د سترسو، خرما او نورو مېوو متراکم بڼونه يې هم جوړ کړي او دغه راز يې په ۸ ولسواليو کې کروندګرو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه ۶۶ شنې خونې رامنځته کړې دي.
دی وايي، پر دې سربېره د کبانو د روزنې ۲۰۰ فارمونه هم جوړ شوي او په شپږو ولسوالیو کې يې د شاتو مچيو د روزنې فارمونه جوړ کړي دي.
د کرنې رييس وويل، پلان کې ده چې په را روان کال کې په دغو ټولو برخو کې د فعالیتونو سربېره په دغه ولايت کې د کاسه زر پروژې پاتې کارونه هم ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP