Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي چې د کاپیسا په دویمه حصه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او څلورو کسانو ته بیا د لواطت په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې لومړۍ محکمې یو مجرم پر لس میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ درو، بل مجرم پر اته میاشتې بند او ۲۰ درو او دوه تورن پر دوه دوه کاله تنفیدي بند او ۳۹ – ۳۹ درو او دوه نور تورن بیا پر یو یو کال تنفیذي بند او ۱۵ او ۳۰ درو محکوم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې سترې محکمې د روانې کب میاشتې په ۱۲مه هم ویلي وو چې په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې یې اوو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.