Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بېکدلي: ایران غواړي د اوبو او برېښنا پروژو تطبیق برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): په کابل کې د ایران سفیر د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې هوډ لري څو د اوبو او برېښنا پرمختیایي پروژو پلې کېدو برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اوبو او برېښنا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو د ښې مخینې یادونه کړې او د هغو پر پیاوړتیا او دوام، په ځانګړې توګه په افغانستان کې یې د اوبو او انرژۍ د پرمختیایي پروژو پلې کېدو برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د ایران سفیر ته ډاډ ورکړی چې دا مهال له هره اړخه په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره ده او اسلامي امارت هم د پرمختیايي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا هرکلی کوي.

بلخوا، د ایران سفیر په دې لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی څو د اوبو او برېښنا پرمختیایي پروژو د تطبیق برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دغه راز، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار شوی او د اوبو د کمښت او وچکالۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.