Language

بغلان او پکتیا کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي

پخلمري، ګردېز (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳) ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د پکتیا په مرکز ګردېز او د بغلان د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان له امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام د جنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ ملخان پله ته څېرمه یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان ټپيان شوي دي.

سرچینه کاږي چې په ټپيانو کې څلور ښځې او درې ماشومان هم شامل دي چې د ځایي اوسېدونکو او پولیسو له لوري د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز، د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي چې تېره شپه یوولس‌نیمې بجې د ګردېز ښار د درېیمې حوزې اړوند د بنوزیو په زغني سیمه کې د خوست – ګردېز پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د دواړو پېښو علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته شوې ده.