خوستښار (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د خوست د ډاکټرانو او درملو اتحادیو په ګډه د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سلګونه اوسېدونکو لپاره د روژې میاشتې په مناسبت د یوه ورځني وړیا روغتیايي کمپ خدمتونه وړاندې کړل.
دا کمپ چې د تېره ورځ (جمعې) جوړ شوی و، له سهار څخه تر ناوخته ماښام پورې یې دوام وکړ. د دغه کمپ جوړوونکي وايي چې د شاوخوا ۱۰۰ نارینه او ښځینه ډاکټرانو په مټ یې د یادې ولسوالۍ سلګونه ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، معاینه او درملنه کړي دي.
د خوست د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلان لري په راتلونکو څو ورځو کې د دغه ولايت په يوه بله لرې پرته ولسوالۍ کې هم دا ډول روغتيايي کمپ جوړ کړي.
نوموړي وویل: «په دې وړیا کمپ کې موږ د داخله، جراحي، ماشومانو، پوستکي، غوږ، ستوني او نورو برخو خدمات وړاندې کړل. همدارنګه، د لابراتواري معایناتو پرمختللی سیسټم مو له ځان سره راوړی و. زموږ شاوخوا ۱۵۰ صحي پرسونل خلکو ته د خدمت لپاره راغلی و، موږ به تر هغه د ناروغانو درملنه وکړو چې ټول یې معاینه شوي نه وي. که ځینې ناروغان داسې وي چې دلته یې درملنه ناشونې وي، هغوی ته به د انتقال لپاره سپارښتنې ورکړو او بیا به یې په دولتي یا خصوصي روغتونونو کې وړیا درملنه ترسره شي.»
ورته وخت کې، د درملو اتحادیې غړي وايي چې د دغه کمپ لپاره یې د ۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت درمل چمتو کړي وو چې ناروغانو ته یې په وړیا ډول ورکړل.
هغوی وايي، په دغه کمپ کې يې د شاوخوا دوه زرو ناروغانو درملنه وکړه چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو.
د درملو اتحاديې مشر رشيدالله همدرد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «دلته له خلکو هېڅ فیس نه اخېستل کېږي، نه د درملو لپاره پیسې ورکوي، نه د معایناتو لپاره، دا خلک آن ښار ته د سفر توان هم نه لري، خو دلته ورته هر څه وړیا برابر شوي دي.»
په همدې حال کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوی له خوست ښاره لرې دي او په ولسوالۍ کې معياري روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ملوک چې یاد روغتيايي کمپ ته ورغلی، پژواک ته وويل، خوښ دی چې په وړيا ډول يې درملنه کېږي.
دی وايي: «زموږ خلک ډېر عاجزان دي، هېڅ وس او قدرت نه لري چې خوست ښار، کابل او يا پاکستان ته لاړ شي، مقصد دغو کلينيکو ته د دوی رسيدګي نه کېږي، نو باید ورسره پوره پوره همکاري وشي.»
د ځاځي ميدان يو بل اوسېدونکي حضرت مير پژواک ته وويل: «زموږ په ولسوالۍ کې موجوده کلينيک ډېر کمزوری دی، نه داخله برخه لري، نه د عاجل مريض خدمات لري، نسايي ولادي برخه کې قوي امکانات نه لري.»
ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين هم د روغتيا برخه کې ستونزې مني خو وايي تر ډېره يې دغو ستونزو پر وخت رسېدنه کړې.
د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ پژواک ته وويل: «صحت کې به يقينا ستونزې موجودې وي، خو تر ډېره حده پورې موږ هلې ځلې دا کوو چې دې ستونزو ته لاسرسی ولرو او تر ډېره مو مشکلات راکم کړي دي»
ځاځي ميدان ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه هغه ولسوالي ده چې د ډېری اوسېدونکو اقتصادي وضعيت يې کمزوری دی او معياري روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نهلري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP