Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۴۵ تنه د دولتي ځمکو د غصب په تور نیول شوي

غزني (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): غزني کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت ګیلان ولسوالۍ کې هغه ۴۵ کسان نیول شوي چې دولتي ځمکې یې غصب کړې وې.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ (جمعه) د ګیلان ولسوالۍ بهبود او څله سیمو کې هغه ۴۵ غاصبين د پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو په هلوځلو نيول شوي چې دولتي ځمکي به یې غصب کولې.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د سرحدي په وینا، په دې وروستیو کې غزني ښار او ولسوالیو کې د غصب پر ضد مبارزه جدي شوې او له دې مخکې هم ګڼ شمېر غاصبین نیول شوي چې د ضمانت له مخې بېرته خوشې شوي دي.

هغه ډاډ ورکوي چې د غصب پر ضد به مبارزه لا ګړندۍ شي، څو غاصبین وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

بل‌خوا، د غزني اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو دا اقدام ستایي او غوښتنه کوي چې د غصب مخنیوي برخه کې باید لا جدي اقدامات وشي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي، ادم خان، پژواک ته وویل: «ډېر غاصبین نیول کېږي، خو بېرته خوشې کېږي، باید له هغوی سره قانوني چلند وشي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.