پلعلم (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښاروالۍ له لوري د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د دغه ولایت د یو شمېر ادارو د مسوولینو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.
د لوګر د مرکز پلعلم ښاروال مولوي محمد شاکر ثاقب وویل، له دغه کنفرانس څخه یې موخه ښاري کلتور ته وده ورکول او د ښاریانو ستونزو ته رسیدنه ده.
نوموړي له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د ښاري فرهنګ د ودې برخه کې له پلعلم ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
هغه وویل، اوس مهال په پلعلم ښار کې ښاري کلتور تر پخوا غني شوی دی او لا هم یاده برخه کې د ښاروالۍ له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه روان دي.
ورته مهال، د لوګر پوهنتون استاد وحیدالله عبدالرحیمزي وویل: «د فرهنګي برنامو جوړول، چاپیریال ته پاملرنه، تحقیقاتي چارو ته پاملرنه، حشرونه، د ښار پاکوالي کمپاینونه، ښار کې د عامه تاسیساتو ساتنه، د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو خپرول، د ښاریانو همکاري راجلبول او ښاري کلتور ته وده ورکول د ښاروالۍ اساسي دندې دي.»
نوموړي پلعلم ښار په اوسیدونکو غږ وکړ چې د ښار د پراختیا، سرسبزۍ او ښاري کلتور ته د ودې ورکولو برخه کې له پلعلم ښاروالۍ سره همکار پاتې شي.
د دغه کنفرانس یوه بل ګډونوال احمدالله وویل، اړتیا ده چې پلعلم ښاروالي په دوامداره توګه دغه ډول کنفرانسونه جوړ کړي څو ښاریان د ښاري اصولو او فرهنګ له مخې ژوند وکړي.
نوموړي وویل، اوسمهال د پلعلم ښار فرهنګي وضعیت د اندېښنې وړ دی او اکثره اوسطدونکي یې ښاري فرهنګ ته پام نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP