Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت یو امریکايي بندي خوشی کړ

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوه امريکایي بندي جورج ګلزمن د خوشي کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه امریکايي وګړی د اسلامي امارت له لوري د یوه «بشردوستانه اقدام په توګه» خوشی شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ټول مسایلو لپاره د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې د حل لاره پیدا کېدای شي او د دغه امریکايي وګړي خوشي کېدل هغه ګام دی چې د حسن نیت پر بنسټ اخیستل شوی چې ښيي اسلامي امارت د درناوي او ګډو ګټو له مخې، له ټولو خواوو په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالتو سره رښتینی تعامل ته چمتو دی.»

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلزمن د خوشي کولو په قضیه او «د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د قضیې په مسلې حل کولو» کې د متحده عربي اماراتو او قطر له منځګړیتوبه مننه کړې ده.

ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د جورج ګلزمن خوشي کېدل یو «مثبت او رغنده ګام» بللی او زیاته کړې یې ده چې لا هم په افغانستان کې نور امریکایان بندیان دي.

دغه وزارت هم د جورج ګلزمن په خوشي کولو کې د قطر د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دوحې یو ځل بیا ثابته کړه چې په پېچلو خبرو اترو کې د باور وړ شریک او منځګړی دی.

د یادولو ده چې جورج ګلزمن پرون (پنج‌شنبه) کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته د اسلامي امارت له لوري خوشی شو.

د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادام بویلر او د زلمي خلیلزاد په ګډون ورسره مل پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو پر خلاصون او په امریکا کې افغانانو ته د کنسولي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې او متقي زیاته کړې، دا ډېره مهمه ده چې افغانستان او امریکا وکولای شي مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

د افغانستان د سولې په چارو د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه امریکايي وګړي له خوشي کېدو وروسته پر ایکس‌پاڼه ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ له هېواده بهر د بندیانو خوشي کېدو او بېرته ستنېدو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، جورج ګلزمن د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې نیول شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.