کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): سیمهییز مسوولین وایی، په فراه او لوګر ولایتونو کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې پر پنځه زره او څلور سوه بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشل شوه.
هغه زیاته کړه چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري ووېشل شوه.
دی وایي چې په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې بېوزله کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه غوړي، ۶ کيلوګرامه دال، ۶ کيلوګرامه مالګه او د ماشومانو خوارځواکۍ د مخنیوی خواړه وېشل شوې دي.
هغه وایي له ذکر شویو کورنیو څخه یې په ۲ زره او ۶ سوه بې وزله کورنیو نغدي مرسته وېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹ سوه افغانې ورکړل شوې دي.
دغه راز د فراه ولایت یوه سوداګر حاجی رحمت الله نوري د دې ولایت له څلور زره بیوزله کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغه مرسته کې هر بیوزله او مستحق کس ته پنځوس کیلوګرامه اوړه، پنځه ویشت کیلوګرامه وریجې او پنځه لېتره غوړي ورکړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP