کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د اوبو او برېښنا وزارت په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ هغه راپور رد کړی چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ نن په یوه راپور کې ویلي چې څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د بشر یو نړیوال پېژندل شوی حق دی.
دغه بنسټ ویلي: «د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د بشر یو نړیوال پېژندل شوی حق دی، په داسې حال کې چې اټکل کېږي په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.»
د دې استازولۍ په خبره، د میلیونونو افغانانو لپاره چې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د حیاتي فعالیتونه لکه د څښاک او د محصولاتو د خوړبولو لپاره اوبه برابرول تر ډېره ناممکن دي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ ویلي چې دا چاره پر روغتیا او خوراکي توکو ته د خلکو پر لاسرسي بدې اغېزې لري.
دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون، اوبو ته د میلیونو کسانو لاسرسی ګواښي.
ورته مهال، د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیعالله عابد دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې نه پوهیږي دا سروې په کوم اساس تر سره شوې ده.
نوموړي ویلي چې د اوبو او برېښنا وزارت له وچکالیو سره د مبارزې په موخه لویې پروژې تر لاس لاندې لري، یوازې په تېر کال کې یې پر اتو بندونو کار کړی چې ځيني یې بشپړ شوي او پر ځینو یې کار روان دی.
هغه وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره په کابل ښار کې اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونه تطبیق شوي چې یو یې د پنجشېر د سیند اوبو انتقال دی.
مخکې له دې د اوبو او انرژۍ وزارت په ځلونو په هېواد کې د دغې ستونزې پر حل ټينګار کړی دی.
څه موده مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دغه وزارت د سطحي اوبو د مدیریت برخه کې د یوه کال په ترڅ کې پر اتو بندونو کار کړی چې له دې ډلې درې بندونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په ټول هېواد کې ۳۵۵ چکډېمونه جوړ شوي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو د تېر کال په پیل کې ویلي وو چې د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP