فېروزکوه (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
ورته مهال، د یاد ولایت د کرنې ریاست وايي چې له بڼوالو ملاتړ کوي څو د یاد ولایت بڼونه وده وکړي او له همدې امله زرګونه نیالګي په وړیا ډول بڼوالو ته ورکړل شوي دي.
د فېروزکوه له شوره ډک بازار په یوه برخه کې د نیالګیو پلورو بازار غوړېدلی. خلګ ګېډۍ ګېډۍ نیالګي پېري، بڼوال د سمسور راتلونکي په هیله هغه ونې چې یوه ورځ به ثمر ته ورسېږي، په خپلو لاسونو کې لېږدوي.
یوه نیالګي پلورونکي عنایتالله له خاورو په ډکو لاسونو او خندانې څېرې چې یو یو نیالګی یې له غټو بوجۍګانو را ایسته، وویل، له میدانوردک ولایته راغلی او له ځان سره یې د پلور لپاره څه باندې ۲۵۰۰ میوهلرونکي او بېمېوې نیالګي د پلور لپاره راوړي.
هغه زیاته کړه: «د شکر ځای دی! سږ کال مو خرڅلاو ډېر ښه شوی. خلک له پخوا ډېر نیالګیو سره لېوالیتا ښيي. د ورځې تر ۲۰۰ نیالګي پلورم، د هر یوه بیه له ۱۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پورې ده.»
یو بل نیالګي پلورنکی عبدالصبور چې د یوه زینتي نیالګي پر سر د چانې وهلو په حال کې و، هم د بازار له غوړېدو خوښ دی او وايي: «سږکال بازار ښه دی. خلک یې ډېر پېري او بیې هم مناسبې دي. پخوا مو نیالګي په ۱۵۰ افغانۍ پلورل، خو اوس یې بیې ټیټې شوې او پېرېدونکي خوښ دي.»
هغه بڼونه چې بیاځلي شنه کېږي
د غور یوه بڼوال عبدالرؤوف ابراهیمي چې ۳۰۰ نیالګي پېرلي او په دقت یې په موټر کې ځای پر ځای کول، سترګې یې راتلونکي ته دي، هغه بڼ ته چې د تېر کال سېلابونو ویجاړ کړی خو پرېکړه یې کړې چې بېرته ورغوي.
هغه پېرل شوو نیالګیو ته په اشاره وايي: «سخت کار و، سېلابونو زموږ بڼونه لهمنځه یووړل خو سږ کال غور ته غوره نیالګي راغلي او بیې یې هم مناسبې دي. باید بڼ بیاځلي جوړ کړو.»
د بڼوالو ملاتړ؛ راتلونکي ته هیله
د غور ریاست مسوولین هم له بڼوالو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوي دي.
د یادې ادارې د طبیعي سرچینو د سمون امر قاري عبدالنصیر منیب وايي چې دغه ولایت کې د بڼوالۍ د ودې په موخه د بڼوالو ملاتړ کوي څو لهمنځه تللي بڼونه بېرته شنه شي.
نوموړی وايي، تر اوسه یې څه باندې ۲۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي په وړیا ډول بڼوالو ته ورکړي دي.
هغه په ډاډ وايي، تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت کې سلګونه بڼوالو د بڼوالۍ فني زدهکړې کړې دي او معیاري بڼوڼه هم ورته وېشل شوي او دا هڅې راتلونکي کې هم ادامه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP