کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې له ابوظبي ورزشي کمپلکس سره یې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړون به د ۲۰۲۵ کال له پیله تر ۲۰۲۹ کال پورې د عملي کېدو او اجرا وړ وي، چې پر بنسټ به یې دواړه لوري یو له بل سره په اړوندو برخو کې همکاري کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې تړون پر بنسټ به افغان کرکټ بورډ ته د ابوظبي ورزشي کمپلکس په کرکټ لوبغالو، روزنځایونو، ورزشي جېمونو او نورو روزنیزو ځایونو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، الف لوبډلې، ۱۹ کلنو او نورو لوبډلو لپاره له هر ډول فیس او لګښت پرته، نړیوالو معیارونو ته برابرې اسانتیاوې او خدمتونه برابرېږي.
دغه راز، د دې تړون له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې کمپونه، د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او اړوند پروګرامونه به هم د ابوظبي په ورزشي کمپلکس کې ترسره کېږي. سربېره پر دې، د لوبغاړو لپاره د لامبو حوضونه، د فزیکي چمتووالي لپاره روزنځایونه او اکاډمۍ هم وړاندې کېږي.
همدارنګه، د ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس به د افغانستان په کوربهتوب د ملي لوبډلې د دوه اړخیزو ټېسټ سیالیو او لوبلړیو لپاره د ابوظبي کرکټ عمومي لوبغالی، ټولرېنس او اوول لوبغالي په کم فیس د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکوي.
سربېره پر دې، ابوظبي ورزشي کمپلکس به د الف، ایمرجېنګ او ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو ته د تمریناتي کمپونو پر مهال، له کوم فیس او لګښت پرته، هر ډول تخنیکي اسانتیاوې برابروي.
دغه راز، یاد کمپلکس به د لوبغاړو، مسوولینو او د مېلمه هېواد د لوبغاړو او مسوولینو لپاره د ویزو په برخه کې هم بشپړه همکاري کوي. سربېره پر دې، په سختو حالاتو کې به له افغانستان کرکټ بورډ سره په مالي او بانکي برخو کې هم اړینې همکارۍ کوي.
سرچینې ویلي، چې په بدل کې به افغانستان کرکټ بورډ، د اړتیا له مخې، خپل ټول تمریناتي کمپونه، د ملي لوبډلې ټېسټ سیالۍ، د الف، ایمرجېنګ او ۱۹ کلنو لوبډلو سیالۍ او کمپونه، روزنیز او تخنیکي ورکشاپونه او د چمتووالي کمپونه د ابوظبي ورزشي کمپلکس په لوبغالو، روزنځایونو او میدانونو کې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان او د ابوظبي ورزشي کمپلکس اجراییوي رییس مېټ بووچر، د یادې شورا د عمومي منشي عارف حمد العواني په شتون کې، لاسلیک کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP