Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: اسلامي امارت خپل حاکمیت تثبیت کړی دی

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې اسلامي امارت په تېرو درې‌نیمو کلونو کې په افغانستان کې خپل حاکمیت تثبیت کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه مرکه کې چې پرون د خبر انلاین ویبسایټ کې خپره شوې ویلي، د تېر خلاف چې د افغانستان هره څنډه به د یوه کس په لاس کې وه، اوس داسې نه ده، حاکمیت او امنیت ټینګ دي.

نوموړي ویلي: «واقعیت دا دی چې اوس په افغانستان کې داسې یو قدرت واکمني کوي چې په تېرو درې‌نیمو کلونو یې خپل حاکمیت تثبیت کړی دی او د تېر خلاف چې د افغانستان هره څنډه به د یوه کس په لاس کې  وه، اوس داسې نه ده، حاکمیت او امنیت تامین دي.»

هغه ویلي چې د ایران د اوبو او حقابې بحث یوه لویه او جدي ستونزه ده او هر یو یې د دغه هېواد له ملي کټو سره تړاو لري او باید دې موضوع ته پاملرنه وشي.

هغه خپل د کابل سفر ته په اشاره زیاته کړې ده: «واقعیت دا دی چې زموږ او د افغانستان ترمنځ موضوعات جدي دي، دا موضوعات باید وڅېړل شي او د دواړو لورو ترمنځ دې په دې اړه خبرې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې د تهران او کابل ترمنځ ګاونډیتوب او ګڼ مسایل دا ضرورت ایجابوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو او چارواکو ترمنځ اړیکې شتون ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.