Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: د عراقچي څرګندونې د افغانستان د واقعیتونو د سم درک په معنا دي

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او وايي، دا څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په یوه مرکه کې چې پرون په «خبر انلاین» ویب‌سایټ کې خپره شوې ویلي چې اسلامي امارت په تېرو درې‌نیمو کلونو کې په افغانستان کې خپل حاکمیت تثبیت کړی او د تېر خلاف چې د دغه هېواد هره څنډه به د یوه کس په لاس کې وه، اوس داسې نه ده، حاکمیت او امنیت ټینګ دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي عباس عراقچي د وروستیو مثبتو څرګندونو چې د افغانستان په اړه یې کړې هرکلی کوو او تاییدوو یې.»

دی وايي، دغه څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.

فطرت زیاتوي، دا یو واقعیت دی چې په افغانستان کې یوه واحده سیاسي واکمني موجوده ده چې د دغه هېواد پر ټوله جغرافیه باندې بشپړ حاکمیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.