کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي چې افغان کډوال به له اسلامي امارت سره د یوې ګډې طرحې له مخې په تدریجي او ابرومندانه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له ایرنا سره په خبرو کې د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې کابل ته د خپل سفر او د افغانستان له چارواکو سره لیدنې ته په اشاره ویلي چې په یاده لیدنه کې د ناقانونه کډوالو ایستلو د اړتیا په اړه مفصلې خبرې وشوې.
هغه ویلي: «د افغانستان له دولت سره د مشورې په حال کې یو، څو یاده پروسه په اصولي او سازمان شوې ډول ترسره شي او په دې برخه کې له افغان لوري سره پوره خبرې وشوې څو له ایرانه د افغان کډوالو د باعزته او تدریجي ستنولو برخه کې یوه طرحه جوړه او عملي شي.»
عراقچي وویل: «ډېره مهمه ده چې مقابل اړخ په افغانستان کې هم د یادو کسانو د منلو او جذب قدرت ولري، اوسمهال د افغانستان چارواکي د یاد مهم کار ترسره کولو لپاره د پروګرام جوړولو په حال کې دي، پر همدې اساس به یاد کسان په تدریجي توګه له هېواده و ایستل شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «موږ نه غواړو چې د کډوالو ایستل د دواړو هېوادونو لپاره پر یوه ټولنیز ناورین بدل شي او موږ ته د افغان کډوال د ستنېدو برخه کې مهم اصل له یوې منطقي او معقولې سیمهییزې لارې د یوه کار ترسره کول دي.»
ایرنا د جزئیات له ورکولو پرته د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز د چارو رییس نادریار احمدي له قوله لیکلي چې اوسمهال شاوخوا شپږ میلیون بهرني وګړي په قانوني او ناقانونه توګه په ایران کې اوسېږي چې ډېری یې افغانان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP