Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیس: پروان کې څلور وسله‌وال غله په نښته کې ووژل شول

چاریکار (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوې چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»

د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سیدخېلو ولسوالۍ کمانګر په سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «دغې ډلې د پروان ولایت په بېلابېلو برخو کې د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم غلاوې کولې، دغه عملیات تېره شپه ۷:۳۰ بجې هغه مهال ترسره شول چې وسله‌وال غله د غلا په نیت یو کور ته ننوتي وو.»

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې او یوه مخابره هم ترلاسه شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې ټپي شوی امنیتي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.